کډوالي

د ایران ولسمشر مرستیاله: د افغان کډوالو د اسانه وتلو بنسټیزې اسانتیاوې برابرې دي

د ښځو او کورنیو چارو په برخه کې د ایران د ولسمشر مرستیال، زهرا بهروز آذر ادعا کوي چې د افغان کډوالو د اسانه وتلو لپاره اړینې بنسټیزې اسانتیاوې او امکانات د دغه هېواد په ختیځو سرحدونو کې برابر شوي دي.

د ایرنا د راپور له مخې، زهرا بهروز آذر د شنبې په ورځ د تایباد ښار په سرحدي سیمه کې د افغان کډوالو د وتلو د بهیر له څارنې وروسته خبریالانو ته وویل چې د خراسان رضوي ولایت او د تایباد ولسوالۍ د ټولو خدماتي او اجرایي ادارو ترمنځ همکاري او ګډ کار د افغان کډوالو لپاره ښه خدمتونه برابر کړي دي.

هغې زیاته کړې چې تل د افغان کډوالو درناوی او قدرونه د تګلارې مهمه برخه وه، هڅه شوې چې له پیل څخه د کډوالو د تنظیم او وتلو په ټولو پړاوونو کې د هغوی لپاره په درناوي خدمات برابر شي تر څو هغوی بې له کومې ستونزې خپل وطن ته ستانه شي.

د ښځو او کورنیو چارو مرستیالې وویل چې د اسراییلو او امریکا د ایران پر ضد ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د ایران څخه د افغان کډوالو ایستل ډېر شوي دي.

۶۷ سلنه کډوال د دوغارون رسمي سرحدي دروازې له لارې، ۳۲ سلنه د میلک سرحد او یو سلنه د ماهي رود له سرحد څخه افغانستان ته تللي دي.

دوغارون سرحد چې له یوې پیړۍ زیات عمر لري، د تایباد ښار څخه ۱۸ کیلومتره جنوبي ختیځ او د مشهد ښار څخه ۲۴۳ کیلومتره جنوبي ختیځ کې موقعیت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایرانه یو شمېر را ستانه شوي افغانان وایي، چې له مالي پلوه ناتوانه دي او نشي کولای چې خپلو اصلي سیمو ته لاړ شي. دغه راستانه شوي افغانان د بیړنیو مرستو په تمه دي. یو شمېر نور یې بیا وایي چې له یو ناڅرګند وضعیت او مبهم راتلونکې سره مخ دي.

یو شمېر هغه افغانان، چې له ایرانه راستانه شوې دي وایي چې خپلو ولایتونو ته د تګ مالي وسه نه لري. دوی زیاتوي چې د عاجلو مرستو په تمه دي.