له ایرانه ځینې راستانه شوي کسان چې په هرات کې د کرایې لپاره د کور په لټه کې دي وايي چې د کور د کرایې بیه دوه چنده شوې ده.
دوی ټینګار کوي چې له څو اونیو راهیسې د کرایې لپاره د کور په لټه کې دي خو نه دي توانېدلي چې بریالي شي. ځینې نور بیا وايي، دوی خالي لاس هېواد ته راستانه شوي او د ټولې پیسې او شتمني یې په ایران کې پاتې ده.
احمد له خپلې کورنۍ سره له ایرانه راستون شوی دی. وايي چې ماشومان یې ناروغه دي او دوامداره طبي پاملرنې ته اړتیا لري. نوموړی زیاتوي، هڅه یې وکړه چې د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره له ایرانه ترکیې ته ولاړ شي، خو بالاخره له ایرانه د ایستلو په پروسه کې بېرته هېواد ته راستون شو.
اوس په هرات کې د کرایې لپاره د کور په لټه کې دی، خو د څو اونیو هڅو سره سره، بریالی نه شو.
بل خوا، عبدالرحیم یو له هغو کډوالو دی چې په دې وروستیو کې له ایران څخه راستون شوی.
هغه وايي له ډېرو کډوالو خپلې پیسې او ټوله شتمني په ایران کې پاتې شوې ده.
له ایرانه راستون شوی، عبدالرحیم وايي: «په ایران کې بالکل لوټ کول دي، ما ۶ میلیونه تومان درلود، اوس ۶۰۰ زره تومان راپاتې دي. هر ځای کې یې په بېلابېلو پلمو ۲۰۰ زره، ۳۰۰ زره، ۶۰۰ زره تومان اخیستل.»
له ایرانه راستون شوی، سلیمان، وايي: «په ایران کې له موږ سره بد چلند کوي، نه موږ ته اوبه راکوي نه ډوډۍ په ټوله کې موږ ته سپکاوی کوي.»
له دې سره، په هرات کې ځایي سرچینې ټینګار کوي چې له ایرانه د هېواد د کډوالو د جبري ایستلو پروسې له ګړندۍ کېدو سره هم مهاله، د ځمکو او کورونو بیې لوړې شوې دي.