د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار بنسټ په ګډون، د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ملاتړو بنسټونو، د جزا نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د رییس د نیولو له حکم څخه هرکلۍ کړی دی.
دغو بنسټونو د نړیوالې جزایي محکمې دغه اقدام، د عدالت د پلي کېدو او د جنسیتي اپارټایډ پر وړاندې د حساب ورکونې حیاتي ګام بللی دی.
ورته مهال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ هم د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي، چې د جزا نړیوالې محکمې؛ افغانو ښځو او نجونو ته د عدالت په تامین کې یو مهم ګام پورته کړی دی. له بلې خوا، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي هم د طالبانو د مشر د نیولو له حکم څخه هرکلۍ کوي او وایي، چې دا د افغان ولس د غوښتنو د پلي کېدو په برخه کې یو عادلانه اقدام دی.
د نړیوالې جزایي محکمې له لوري، د طالبانو د مشر او د دوی د سترې محکمې د رییس د نیول کېدو د حکم له صادرېدو څخه هرکلی کړی.
د جزا د نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني، د نیولو د حکم له صادرېدو سره هممهاله ، چې د بشر ضد جنایتونو او د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په تور صادر شوی، د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ملاتړنو بنسټونو له دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
د بښنې نړیوال سازمان د جزا د نړیوالې محکمې دا پرېکړه ستایلې او هغه یې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي یا د جنسیتي آپارټایډ د حساب ورکونې لپاره یو مهم او حیاتي ګام بللی دی.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي: «دا یو حیاتي ګام دی، څو ټول هغه کسان حساب ورکوونکي شي چې ویل کېږي د ښځو د بسټيزو حقونو لکه زدهکړو، تګ راتګ، د بیان آزادۍ، د شخصي او کورني ژوند، د راغونډېدو د آزادۍ، د بدني مصئونیت او خپلواکۍ د محرومېدو مسوولین دي.»
د بشري حقونو څار بنسټ هم د جزا د نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر او د دوی د سترې محکمې د رییس د نیول کېدو له حکم څخه هرکلۍ کړی او دا یې د په افغانستان کې د عدالت د پلي کېدو په برخه کې یو بنسټيز اقدام بللی دی.
د بشري حقونو د څار بنسټ وايي: «رهبران ارشد طالبان اکنون به دلیل آزار و اذیت زنان، دختران و افراد دارای هویت جنسیتی نامتعارف، تحت تعقیب هستند. این میتواند مسیری اساسی برای قربانیان و خانوادههایشان به سوی عدالت را فراهم کند.»
د ملګرو ملتونو ویاند هم د یوې خبري ناستې په ترڅ کې، د دې حکم د صادرېدو په غبرګون کې له ټولو هېوادونو غوښتې دي، چې د جزا د نړیوالې محکمې دغې پرېکړې ته درناوی وکړي.
د ملګرو ملتونو ویاند، اسټيفان دوجاریک، وايي: «لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ او ما څو ځله ویلي، د جرمونو نړیواله محکمه، یو خپلواک بنسټ دی چې له سرمنشي څخه جلا فعالیت کوي. موږ د دغه بنسټ کار او خپلواکي ته درناوی لرو او له ټولو هېوادونو غوښتنه کوو چې دې خپلواکۍ ته درناوی وکړي. د افغانستان په تړاو، لکه څنګه چې خبر یاست، موږ تل؛ که له سیاسي اړخه وه او که د بشري حقونو د همکارانو له لوري، د ښځو او نجونو د حقونو د دوامداره او تکراري نقض په اړه، خپل غږ اوچت کړی دی.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ هم، د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر د نیول کېدو په اړه له صادر شوي حکم څخه هرکلۍ کړی او دا یې د افغان ښځو او نجونو په حق کې د عدالت د پلي کېدو په برخه کې یو حیاتي اقدام بللی دی. بنېټ همداراز ټینګار کړی، چې دا اقدام ټولو هغو هېوادونو ته یو روښانه پیغام دی، چې د انساني حقونو د نقض کوونکي رژیم په عادي کولو بوخت دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنېټ، وايي: «زه د نیول کېدو له دغو حکمونو هرکلۍ کوم، د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د عدالت په لوی ګام دی. دا یو مهم پیغام استوي چې له مجازاتو څخه خوندیتوب به زیات دوام و نه کړي. همداراز هغو هېوادونو ته هم روښانه پیغام لري، چې د هغه رژیم په عادي کولو بوخت دي، کوم چې د افغانستان د نیمايي نفوس له اساسي حقونو او انساني کرامت څخه انکار کوي.»
د غبرګونونو په دې څپه کې، د هېواد یو شمېر وګړي هم د طالبانو د مشر او همداراز د دوی د سترې محکمې د رییس د نیول کېدو له حکم څخه هرکلۍ کوي او دا اقدام، په هېواد کې د عدالت د پلي کېدو یوه هیله بولي.
د کابل یوه اوسېدونکې وايي: «د طالبانو مشر باید محاکمه شي، ځکه د افغانستان پر خلکو یې ظلم او زیاتی کړی. د جرمونو د نړیوالې محکمې دا پرېکړه، د عدالت یوه نښه ده او موږ غواړو چې دا پرېکړه عملي شي. د دغه محکمې دا پرېکړه موږ ته یوه هیله رابښلې ده او موږ غواړو چې د طالبانو مشر د افغانستان د خلکو غوښتنو ته ځواب ویونکی شي.»
د کابل یوه بله اوسېدونکې وايي: «د طالبانو مشر، د افغانستان پر خلکو زیات ظلم کړی دی او باید تر نیول کېدو وروسته محاکمه شي. طالبانو زموږ مشروع استازي نه دي او نړۍ باید د افغانستان د خلکو غږ ته غوږ شي.»
د مقاومت او آزادۍ جبهو او یو شمېر سیاسي څېرو هم د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د رییس د نیول کېدو د حکم په غبرګون کې، د جرمونو د نړیوالې محکمې له دې پرېکړې ستاینه کړې او دا یې د عدالت په تطبیق کې یو مهم ګام بللی دی. دا لومړۍ ځل دی، چې د طالبانو مشران د یوه نړیوالې محکمې له لوري تر څار لاندې نیول کېږي.
له دې مخکې هم د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو او د نړۍ یو شمېر هېوادونو، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له سخت دریځو تګلارو او په عام محضر کې د خلکو په سزا ورکولو نیوکه کړې وه او دا کړنې یې د بشري حقونو د نړیوالو کنوانسیونونو او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی و.