افغانستان

له افغانستان سره له ۳۲۷ میلیون ډالري مرستې د طالبانو هرکلی

امریکا له افغانستان سره د ۳۲۷ میلیون ډالري مرستې د بېلولو خبر ورکړ. دا اقدام د طالبانو له هرکلی سره مخ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې دا مرستې به د بشردوستانه مرستو له لارې په افغانستان کې ولګول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې اړه وویل: «د امریکا دا مرستې به په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د پراخو بشردوستانه غبرګونونو په ملاتړ د نړیوال بشردوستانه سازمانونو له لارې دوام وکړي.»

تمه کېږي چې د امریکا دغه نوې مرستې په روغتیایي او د هغو افغانانو د بیړني مالي ملاتړ په برخو کې ولګول شي چې له هېواده بهر اوسېږي.

له بلې خوا، د طالبانو حکومت د امریکا له مرستو هرکلی کړی دی.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله وویل: «موږ د امریکا په ګډون د نړیوالې ټولنې د مرستو هرکلی کوو، دا مرستې بسنه نه کوي، امریکا باید د افغانستان شمتنۍ آزادې کړي ترڅو مو اقتصاد وده وکړي.»

اخوا، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره د هېوادونو په تېره بیا امریکا او چین سیالۍ مهمې بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیدمسعود ټینګار وکړ: «دا مرستې ډېرې ښې دي، هرڅومره چې له افغانستان سره د مرستې لپاره د هېوادونو سیالۍ زیاتې شي، د هېواد په ګټه دي.»

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا څووم ځل دی چې امریکا له افغانستان سره مرسته کوي. له دې مخکې، امریکا له افغانستان سره د کابو ۵۰۰ میلیون ډالره مرستې ژمنه کړې وه.