له ایرانه ځینې ایستل شوي کډوال وايي چې د ډیرو هڅو سره سره، نه دي توانېدلي چې له ایراني کار ورکوونکو څخه خپلې مالي غوښتنې تر لاسه کړي.
دا کډوال وايي چې په ایران کې د دوی ټول ملکیتونه او ژوند پریښودل شوی او دوی خالي لاس افغانستان ته راستانه شوي دي.
له بلې خوا، د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو د مرکز مشر وايي چې کډوال کولی شي د وکیل یا قونسلګرۍ او مرستندویه دفترونو په مرسته پرته له کوم فیس څخه خپل حقونه وڅاري.
راپور