د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي وایي، چې له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي او د ژوند اړتیاوې په سختو ستونزو سره پوره کوي. دوی له نړیوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو څخه غواړي، چې د افغانستان له خلکو سره په دې سختو اقتصادي شرایطو کې بېړنۍ او ځانګړې مرستې وکړي.
د کابل یوه اوسېدونکي آمو ته وویل چې په لاسي کراچۍ سره، له سهاره تر ماښامه په ښار او کوڅو کې ستړۍ مزل کوي، څو خپلې کورنۍ ته په خپلې ستړې ساه، یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي. هغه وايي؛ په سختۍ سره په ورځ کې سل تر دوه سوه افغانیو پیدا کوي، خو د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو ترڅنګ اړ دی، څو له ورځني سل یا دوه سوه ګټل شویو پيسو څخه پنځه زره افغانۍ د کور د کرایې لپاره هم سپما کړي. نوموړی ټينګار کوي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي او د دوی وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وشي.
هغه آمو ته وویل: «کار نشته، د کور کرایه مې لوړه ده. په میاشت کې پنځه زره افغانۍ یوازې د کرایې لپاره ورکوم. په دې کراچۍ باندې کار کوم. کله کله، د کور د کرایې دوه میاشتې باقي کېږم.»
د ښار په بله څنډه کې، یو بل کس هم د خپل ژوند بېل روایت لري. وايي؛ کله چې پلازمېنه کې ودانیزې چارې زیاتې وې، دی هم په همدې کارونو بوخت و، خو اوس چې ودانیز کارونه کم شوې دي، د کابل په لارو کوڅو کې د ایسکریم په خرڅولو د ژوند لګښتونه پوره کوي. ټینګار کوي چې په کار کې یې خونده نشته او په کم عاید سره باید د خپل کور اړتیاوې پوره کړي.
هغه وویل: «ستونزې ډیرې دي. خاورې او دوړې دي، ګرمي هم ورسره ده. خرڅلاو مې زیات نه دی. له همدې ستونزو سره بیا هم کار کوم.»
له پلازمېنې نیولې، بیا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې، خلک له بد اقتصادي وضعیت څخه شکایت لري. اقتصادي شنونکي هم ټینګار کوي، چې د شته اقتصادي ننګونو له امله، په هېواد کې کاري فرصتونه راکم شوې دي. له دې سره هم مهاله، مرستندویه بنسټونه هم خبردارۍ ورکوي، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستې هم کمې شوې دي.
خو د افغانستان وګړي بیا هم له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړي، چې په دې سختو اقتصادي شرایطو کې د افغانستان خلک له یاده و نه باسي او د دوی وضعیت ته ځانګړې او بېړنۍ پاملرنه وکړي.