افغانستان

طالبان: په یوه کال کې شاوخوا ۹۶ زره الوتنې د افغانستان له فضایي حریم څخه تېرې شوې دي

د ارشیف څخه انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مسؤلین وايي، په تېرو دولسو میاشتو کې ۹۶ زره او ۵۰۰ عبوري پروازونه د افغانستان له فضایي حریم څخه ترسره شوي دي.

د دغه وزارت عملیاتي مرستیال فتح‌الله منصور ویلي، په اوسط ډول هره شپه‌ورځ نږدې ۲۰۰ الوتنې د افغانستان له فضا څخه تېرې شوې دي.

د وزارت چارواکو د کلني راپور وړاندې کولو په ناسته کې دا هم ویلي، چې د کابل نړیوال هوایي ډګر د ترمینل پراختیا، د ساختماني پروژو تطبیق، او د هوایي او ځمکني ترانسپورت معیاري‌کول د دوی له مهمو لاسته‌راوړنو څخه دي.

همداراز وزارت زیاته کړې، چې په تېرو دولسو میاشتو کې شاوخوا ۵۴ زره راستنېدلي مهاجر د دوی له لوري خپلو اصلي سیمو ته انتقال شوي دي.

د وزارت چارواکي وايي، د تېر کال په اوږدو کې یې له روسیې، تاجیکستان او قزاقستان سره د ترانسپورتي همکاریو تفاهم‌لیکونه هم لاسلیک کړي دي.

وزارت دا هم ویلي، چې شاوخوا ۲۰۰ کارکوونکي‌یې د تخنیکي او مسلکي روزنو لپاره چین، هند او متحده عربي اماراتو ته استول شوي دي.

په همدې حال کې، د هوايي چارو شنونکي وايي، د افغانستان له فضایي حریم څخه د عبوري پروازونو د زیاتوالي یوه مهمه وجه د سیمې وروستي جګړې دي. دوی د ایران او اسراییلو ترمنځ کړکېچ، او همداراز د اوکراین جګړه، د دغو الوتنو د زیاتوالي عمده عوامل بولي.