کډوالي

په اته ورځو کې ۲۰۷ افغان وګړي د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي

د آمو موندنې چې د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت له‌خوا خپاره شوي خبرپاڼو له احصائیو څخه اخیستل شوې، ښيي چې په اته ورځو کې (د چنګاښ له ۵مې تر ۱۲مې نېټې) ۲۰۷ افغان وګړي د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

په دغو خبرپاڼو کې راغلي، چې یاد کسان له یوه تر څلور ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې بندي پاتې شوي دي.

دا هم باید وویل شي، چې دا یوازې هغه کسان دي چې د کندهار د سپین‌بولدک له لارې بېرته هېواد ته راغلي او طالبان د پاکستان له زندانونو څخه د ټولو خوشې شویو افغانانو کره شمېره نه‌ده ورکړې.

طالب چارواکو په بېلابېلو خبرپاڼو کې ویلي، چې یاد کسان د پاکستان له بېلابېلو برخو سره د قانوني اسنادو سره سره نیول شوي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان له دې مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې د جون میاشتې له پای ته رسېدو وروسته، شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغان کډوال چې د ملګرو ملتونو د ثبت سندونه لري، د جبري شړلو له خطر سره مخ دي.