سیاست

غبرګونونه: د روسیې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنې پرېکړه «دواړو خواوو لپاره ماتې» او «د خواشینۍ وړ» بلل شوې ده

د روسیې له‌خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې پرېکړه د افغانستان د سیاسي څېرو او مدني فعالانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې؛ ځینې دا پرېکړه د دواړو خواوو لپاره «د ماتې» حالت بولي، او ځینې یې «د خواشینۍ وړ» ګڼي.

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر لپاره د افغانستان استازی، نصیر احمد اندیشه، ویلي: «دا پېژندنه به د دواړو اړخونو لپاره یوه د تاوان معامله وي.»

نوموړي زیاته کړې: «فرصتونه پیدا کېږي، خو باید ترې مؤثره استفاده وشي.»

د هېواد پخوانۍ پارلمان غړې، فوزیه کوفي، ویلي چې د هر هېواد له‌خوا له طالبانو سره د اړیکو عادي کول به سولې ته لاره هواره نه کړي، بلکې «د جنایتونو نادیدې کول او ورته مشروعیت ورکول دي.»

هغې ویلي: «دا ډول اقدامات نه یوازې د افغان ولس، بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم خطرناک دي. که له تاریخه زده‌کړه و نه کړو، تاریخ به دا درس موږ ته په درنه بیه را زده کړي.»

رحمت‌الله نبیل، د ملي امنیت پخوانی رئیس، ویلي: «دا اقدام ښيي چې پداسې حال کې چې د طالبانو مخالفین لا هم د روایت، هدف او راتلونکي پر سر په کړکېچ کې دي، نړۍ له قاطعیت سره خپله لاره تعقیبوي.»

د «مقاومت جبهې» د بهرنیو اړیکو مسؤل، علي میثم نظري ویلي: «حقیقي مشروعیت د یوه ملت له منځه سرچینه اخلي.»

د افغانستان د آزادۍ جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو رسمیت پېژندنه د افراطیت او ترهګرۍ تشویق دی.

په اعلامیه کې راغلي: «په افغانستان کې د طالباني امارت رسمیت پېژندل، په حقیقت کې د ترهګرو ډلو مشروعیت پېژندل او د اساسي قانون پر بنسټ د نظم پر وړاندې د مانعونو له منځه وړل دي.»

د هېواد پخوانی د بهرنیو چارو وزیر، رنګین دادفر سپنتا، ویلي: «د روسیې له‌خوا د طالبانو د رژیم رسمیت پېژندنه د حیرانتیا نه، بلکې د تاسف وړ ده.»

هغه زیاته کړې: «روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو تور نظام یې په رسمیت وپېژاند. دا د پیل ټکی دی؛ د پراخې مقاومت نشتوالي له امله نور هېوادونه هم حتمي به د روسیې لار تعقیب کړي. خو دا د تاریخ وروستی ټکی نه دی.»

پروانه ابراهیم‌خېل نجرابي، د ښځو د حقونو فعاله، ویلي: «روسیې د طالبانو له رسمیت پېژندنې تر اوکراین سره جګړې پورې، تل د بشري حقونو سرغړونه کړې ده.»

دا پداسې حال کې ده چې روسیه لومړنی هېواد شو چې دا ډول ګام یې واخیست. نړیواله ټولنه تل له طالبانو غوښتي چې د اړیکو د عادي‌کولو لپاره باید بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

په تېرو نژدې څلورو کلونو کې طالبانو ښځې او نجونې له زده‌کړو او کار څخه محرومې کړې، د هغوی پر تګ راتګ او لباس یې پراخ محدودیتونه لګولي، او رسنیو ته یې هم سخت محدودیتونه وضع کړي دي.