افغانستان

بازارونو کې د ټلویزیونونو د پلور کمښت او د ټلویزیون نندارې ته د خلکو د لېوالتیا کموالی

ټلویزیون یو له ټولیزو رسنیو څخه دی چې ډېر مینوال لري. د طالبانو له پرځېدو او افغانستان کې د نوي سیاسي نظام له راتګ وروسته هېواد د غږیزو او نورو رسنیو د پرمختګ شاهد و چې خصوصي ټلویزیونونو په دې برخه کې مهم رول لوبولی دی.

د جمهوریت په کلونو کې افغانستان کې خصوصي ټلویزیونونه په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ په حال کې وو؛ هغه مورد چې خلکو یې هرکلی وکړ؛ خو د طالبانو ادارې له بیا واکمنېدو سره ټلویزیونونو خپل مخاطبان له لاس ورکړي دي.

یو شمېر کابل ښاریان په دې اړه وایي، چې افغانستان کې واک ته طالبانو له بیا رسېدو سره هغوی د ټلویزیون کتلو ته چندان لېوالتیا نه لري. اقتصادي ننګونې، د تفریحي پروګرامونو، موسیقۍ، فلم او سریالونو نشتون افغانستان کې د ټلویزیون د مخاطبانو د کموالي لامل شوی دی.

یلدا جهانګیر چې کابل کې ژوند کوي وایي: «د تفریحي او ټولنیزو پروګرامونو نشتون او د طالبانو له خوا د سریالونو سانسور هغه لاملونه دي چې د ټلویزیون کتلو ته یې د خلکو لېوالتیا کمه کړې. خلکو اوس ډیجیټلي او بهرنیو شبکو ته مخه کړې او کورنيو ټلویزیونونو خپل مخاطبان له لاسه ورکړي دي.»

کابل ښار کې یو ټلویزیون پلورونکی یما صفدري وايي، چې مخکې د ټلویزیون پلورل ډېر ښه وو؛ خو له بده‌مرغه اوس یې پلور ډېر کم شوی دی.

یما د ټلویزیون د کمښت د لامل په اړه وویل: «خلک د اقتصادي ننګونو له امله اړ دي چې د خپل کور توکي وپلوري او خپلې کورنۍ ته خواړه برابر کړي. ډېری خلک په اوسنیو شرایطو کې تلویزیون نه شي پېرلای.»

حاجي ایمل په کابل کې یو بل ټلویزیون پلورونکی دی. هغه اقتصادي ننګونې او د بېوزلۍ زیاتوالی د ټلویزیونونو د پلور د کموالي لامل شوی دی. هغه وایي: «ټلویزیونونه له چین او هند څخه واردېږي. مخکې د ګمرکونو لګښتونه کم وو او اوس مالیې ډېرې لوړې شوې او ښه عاید نه لرو.»

د ټلویزیون پروګرامونو په موضوعګانو کې بدلون او د مخاطبانو کمه لېوالتیا

د ارتباطاتو حوزې کارپوهان باوري دي چې که څه هم اقتصادي ننګونې خلکو ته اجازه نه ورکوي، چې د ټلویزیون په شان لوکس توکي وپېري؛ خو له بلې خوا د هغو محدودیتونو ترڅنګ چې د طالبانو له خوا پر ټلویزونونو لګول شوي دي انټرنټ او مجازي فضا د دې لامل شوي چې کورنۍ ـ په ځانګړې توګه ځوانان ـ ټلویزیوني پروګرامونو ته لېوالتیا ونه لري.

جلال اباد او هرات ولایتونو کې هم ټلویزیون پلورونکي وایي چې د دولت له سقوط وروسته په ټوله کې کاروبارونه خراب شوي او د افغانۍ پروړاندې د ډالرو بیې لوړېدو حسابونه ګډوډ کړي دي.

هغوی باوري دي چې اقتصادي ننګونې او پوره پیسو نشتون د هغوی د کاروبار کمېدو لامل شوی. اخوا د ډېری رسنیو تړل کېدو او د هغوی د پروګرامونو بدلېدل هم د خلکو د لېوالتیا د کموالی یو لامل دی.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د ټلویزیونونو پېر، پلور او نندارې ډېر مینوال لرل؛ خو د طالبانو له راتلو او د اقتصادي ستونزو له زیاتېدو سره خلک د ټلویزیون نندارې ته لېوالتیا نه لري.

د جمهوریت نظام له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره فردي ازادۍ په بې مخینې توګه محدودې شوې دي. ښځې او نجونې کار او ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري. اخوا د طالبانو له خوا د سانسور پلې کولو د رسنیو فضا محدوده کړې ده. د طالبانو له خوا د بهرنیو تفریحي پروګرامونو، موسیقۍ، فلم او سریالونو خپرول ودرول شول. د طالبانو د امربالمعروف وزارت په ټلویزیونونو کې ښځینه ویندویانې د ماسک کارولو ته اړ کړې دي او دا ټول د دې لامل شوي چې د کورنیو ټلویزیونونو پروګرامونو ته د خلکو لېوالتیا له کموالي او د ټلویزیون د پېر او پلور بازار له سقوط سره مخ کړی دی.