له کندهار ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي، چې د یوه ځوان کس جسد د دغه ولایت د مرکز اړوند ۱۲ حوزې کې موندل شوی دی.
د سرچینو په وینا، یاد کس ټکسي چلوله او تېره ورځ يې سوارلۍ د کندهار خاکريز ولسوالۍ ته وړې وه، چې وروسته یې ټليفون بند شوی وو. سرچینې وايي، د دغه کس جسد نن (چهارشنبه) د کندهار د ۱۲ حوزې اړوند ميانکو سيمه کې وموندل شو.
سرچينې وایي له هغه موټر اخیستل شوی دی او ممکن دا کار غلو کړی وي.
کندهار کې د طالبانو امنیتی مسوولينو په دې اړه څه ندی ویلي.