نن، د جون ۳۰مه، له ملګرو ملتونو سره د ثبت شویو کډوالو لپاره د خپلې خوښې ستنیدو وروستۍ ورځ ده؛ هغه کډوال چې که افغانستان ته ستانه نه شي نو له پاکستان څخه د ایستلو له خطر سره به مخ شي.
ټاکل شوې چې د پاکستان حکومت سبا له دې هیواد څخه د شاوخوا ۱.۴ میلیون افغان کډوالو د ایستلو پروسه پیل کړي.
له دې سره، په پاکستان کې یو شمېر کډوال وايي چې دوی خپلې شپې او ورځې په وېره او اضطراب کې تیروي.
په پاکستان کې افغان کډوال د پاکستان د حکومت د دې پریکړې په اړه سختې نیوکې کوي، او وايي چې افغانستان ته په جبري توګه ستنیدل به په ځانګړې توګه په بې ثباته اقتصادي او امنیتي شرایطو کې، د دوی ژوند له جدي خطر سره مخ کړي.
د دوی ډیری یې د ایستلو پروسې د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې، او ویلي یې دي چې دوی وخت، نړیوال ملاتړ او امنیتي تضمینونو ته اړتیا لري.
په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو تل د خپلې پریکړې دفاع کړې، د بشري حقونو فعالانو او نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې دا پریکړه کولی شي د پراخ بشري بحران لامل شي.
د راپورونو له مخې، د افغان کډوالو د ایستلو پروسې له پیل راهیسې له یو میلیون څخه ډیر افغان وګړي له پاکستان څخه ایستل شوي دي. دا پروسه، چې دوه کاله دمخه پیل شوې وه، په څو پړاوونو کې او د پاکستان د حکومت د اقداماتو د شدت سره دوام لري.
که څه هم طالبانو په وار وار د پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو د منلو او ملاتړ لپاره د خپل چمتووالي خبره کړې، خو اقتصادي کارپوهانو او خپلواکو سازمانونو د دې پروسې د بشري پایلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.