د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼو پر بنسټ د آمو موندنې ښیي، چې یوازې په تېرو دوو ورځو (د چنګاښ ۵مه او ۶مه) کې ۱۱۶ افغان وګړي د پاکستان له بېلابېلو بندخونو خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د دغه وزارت په خبرپاڼو کې ویل شوي، چې یاد کسان که څه هم له ځان سره یې قانوني اسناد درلودل، خو بیا هم د پاکستان د پولیسو له خوا د هغه هېواد په بېلابېلو برخو کې نیول شوي وو.
د طالبانو په وینا، دغو وګړو د پاکستان په زندانونو کې له یوه تر لسو ورځو پورې تېرې کړي دي.
دا هم باید وویل شي چې دا شمېر یوازې هغو کسانو ته محدود دی چې د کندهار د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راغلي دي، او طالبانو لا تر اوسه د ټولو هغو افغانانو کره شمېر نه ده وړاندې کړی چې د پاکستان له زندانونو ازاد شوي دي.
دا په داسې حال کې دی، چې د پاکستان حکومت غواړي د افغان کډوالو د جبري ایستلو درېیم پړاو پیل کړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټولو هغو کډوالو ته چې د ملګرو ملتونو له خوا ثبت شوي «پیاو آر» کارتونه لري،د چنګاښ تر نهمې نېټې پورې وخت ورکړی چې په خپله خوښه پاکستان پرېږدي.
د بخښنې نړیوال سازمان هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جون تر پای وروسته، شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغان کډوال چې د ملګرو ملتونو ثبتشوي کارتونه لري، له جبري ایستلو سره مخ دي.
یاد سازمان ویلي: «پاکستان باید د کډوالو له حقوقو څخه د ساتنې تر څنګ، د کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ژر تر ژره ودروي.»
یو شمېر افغان کډوال وایي، چې د پاکستان له خوا د جبري ایستلو د لړۍ له پیل سره هممهاله، هغوی د یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.