کډوالي

ملګري ملتونه: په پراخه کچه د کډوالو بېرته ستنېدل د افغانستان حساس وضعیت لا بې‌ثباته کوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي چې له ایرانه افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنیدل، که په جبري ډول وي او که داوطلبانه ډول، د دې هېواد «نازک وضعیت» لا پسې بې‌ثباته کوي.

دغه اداره په خپل تازه راپور کې وایي چې افغان کډوال له ناوړو شرایطو سره له ایرانه بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال د مارچ له شلمې نېټې څخه تر اوسه، یو میلیون او ۶ زره کسان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې د ۳۶۶ زره کسانو ستنیدل جبري وو.

په راپور کې د کډوالو د بېرته ستنیدو تر ټولو ډېر شمېر د سرطان میاشتې په پنځمه نېټه ثبت شوی، چې په هغه ورځ شاوخوا ۳۶ زره او ۱۰۰ کسان، په داوطلبانه او جبري ډول، هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه اداره ټینګار کوي چې د جون له میاشتې راهیسې د ورځې د راستانه کېدونکو کسانو شمېر همداسې د زیاتېدو په حال کې دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ استازی، عرفات جمال، ویلي: «زه دقیقاً د ایران او افغانستان تر منځ پر پوله وم، هلته چې زرګونه افغانان په ناوړو شرایطو کې بېرته راستنېدل. د افغانانو کورنۍ بیا ځل بې‌ځایه کېږي، له لږو وسایلو سره، ستړي، وږي، او له هغه څه وېرېدلي چې په داسې یوه هېواد کې یې تمه لري، چې ډېر یې حتی هیڅکله ورغلي نه دي.»

د هغه په وینا، ښځې او نجونې په ځانګړي ډول اندېښمنې دي، ځکه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له تګ راتګ، تعلیم او کار په څېر اساسي حقونو سره د محدودیتونو له امله وېره لري.