بشري حقوق

ایران درې افغان وګړي په مشهد زندان کې اعدام کړل

د هه‌نګاو بشري حقونو سازمان پرون خبر ورکړ، چې د افغانستان درې وګړي د ایران د مشهد په مرکزي زندان کې اعدام شوې دي.

دغه اعدام شوي کسان چې، د نشه یي توکو په قاچاق تورن ول، د تیرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ پر اعدام محکوم شول.

تر اوسه د ایران دولت په دې اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم د دغو اعدامونو په تړاو چوپتیا غوره کړې ده.