افغانستان

لوګر کې سیلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

انځور: په لوګر ولایت کې سېلابونه

په لوګر ولایت کې سرچینې، وايي چې په دغه ولایت کې د سختو اورښتونو له امله په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راغلي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

سرچینو شنبه د چنګاښ ۷مه آمو ته وویل، یاد سیلابونه تېره شپه د سخت اورښت څخه وروسته راغلي دي.

سرچینې زیاتوي، چې د دغو سېلابونو له امله زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، سلګونه استوګنیز کورونه، برېښنايي تاسیسات او لویې لارې ویجاړ شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د جمعې په ورځ کې سختو بارانونو او سیلابونو خوست کې هم خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.