افغانستان

طالبانو کندهار پوهنتون کې محصلین له عکس اخیستلو منع کړي دي

د قندهار پوهنتون یو شمېر محصلین آمو ته وایي، چې دوه ورځې مخکې د یوې ستاینې غونډې  پرمهال محصلینو ته د طالبانو له لوري ویل شوي، چې عکس اخیستل منع دي او باید له عکس اخیستلو ډډه وکړي.

د قندهار پوهنتون د ژورنالېزم محصلین وایي، چې دوی ته مخکې هم ویل شوي وه، چې باید د پوهنتون په دننه کې د عکسونو او وېډیو اخیستلو څخه ډډه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال د هېواد په نیمایي ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د عسکونو پر اخیستلو باندې بندیز لګیدلی دی، چې د یاد بندیز پیل هم له قندهار څخه شوی وه.