له خوست ولایت څخه سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې نن سهار وختي د توپاني باران له امله شدید سیلابونه راغلي، چې د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې یې دوه وروڼه هم له ځان سره وړي.
د سرچینو په وینا، دغو سېلابونود صبریو ولسوالۍ کې یې بازار لاندې کړی دی.
سرچینو جمعه د چنګاښ په ۶مه وویل، چې یاد سیلابونه نن سهار وختي د خوست ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې راوتلي دي.
سرچینې زیاتوي، چې سېلابونو په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې یې دوه وروڼه وړي دي، چې یو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوهم ورور یې د خوست په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
سرچینې همداراز وایي، چې یادو سیلابونو د صبریو ولسوالۍ اړوند حلبسات بازار هم لاندې کړی، چې ګڼ دوکانونه یې وړي او د سیمې خلکو ته یې درنه مالي تلفات اړولي دي.
بل پلو د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې له خلکو غوښتي، چې خوندي سیمو ته پناه یوسي او د باران ژر مهال له خوړونو څخه لیرې واوسي.
د یادونې وړ ده، چې دا څو ورځې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو راتلو اټکل شوی دی.