د امریکا د میشیګان ایالت جمهوریپال استازی بل هویزنگا د پنجشنبې په ورځ په یوه ناسته کې خبرداری ورکړ چې افغانستان یو ځل بیا د «ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناهځای» ګرځېدلی او دا چاره د جنوبي او مرکزي اسیا او حتی تر دې هاخوا لپاره یو مخ پر زیاتېدونکی ګواښ بلل کېږي.
ښاغلي هویزنگا چې دا څرګندونې د «په جنوبي او مرکزي اسیا کې د ترهګریز ګواښ ارزونه او د همکارۍ فرصتونه» تر عنوان لاندې د بهرنیو چارو فرعي کمېټې په ناسته کې وکړې، ټینګار وکړ چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل په ۲۰۲۱ کال کې د سیمې امنیتي توازن په بېساري ډول بدل کړی دی.
هغه وویل: «له هغه وخته چې د بایدن حکومت افغانستان په یوه کمزوري او ناسم ډول پرېښود او طالبان پر هېواد واکمن شول، د ترهګرۍ ګواښ په جنوبي او مرکزي آسیا کې سخت بدل شوی دی. سره له دې چې طالبانو په دوحه کې ژمنې کړې وې، افغانستان یو ځل بیا د هغو ترهګرو لپاره خوندي ځای ګرځېدلی چې غواړي خپل ځواکونه بیا تنظیم کړي او د سیمهییزو او نړیوالو بریدونو توان ترلاسه کړي.»
هویزنگا په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګې او تحریک طالبان پاکستان له خوا د ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې پاکستان دا مهال د وروستیو کلونو تر ټولو لوړې ترهګریزې تاوتریخوالي سره مخ دی. نوموړي د کشمیر په سیمه کې وروستۍ وژونکې حمله هم یادونه وکړه او ویې ویل دا ښيي چې هلته لا هم یاغي ډلې فعاله دي.
نوموړي زیاته کړه: «د لسیزو راهیسې، امریکا د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې مخکښ رول درلودلی. موږ له خپلو متحدینو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې هوکړې کړې دي، هغوی ته مو روزنه او تجهیزات برابر کړي څو له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.»
هویزنگا همداراز د ۲۰۲۱ کال هغه بمي برید ته اشاره وکړه چې د داعش خراسان له خوا د کابل د هوايي ډګر «ابی» دروازې ته وشو او ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۷۰ ولسي وګړي پکې ووژل شول. هغه وویل چې د ده د انتخاباتي حوزې یو اوسېدونکی په دغه برید کې ټپي شوی و، او زیاته یې کړه چې د هغه وخت راهیسې د داعش خراسان ګواښ پراخ شوی دی.
هغه وویل: «طالبان ادعا کوي چې غواړي د داعش خراسان ګواښ له منځه یوسي، خو دغه ډله لا هم پر ولسي وګړو او طالب چارواکو بریدونه کوي او هڅه کوي چې له مهاجرو ټولنو نه خلک جذب کړي.»
هویزنگا د داعش خراسان هغو بریدونو ته اشاره وکړه چې مسکو، تهران او د ۲۰۲۴ کال د پاریس المپیک لوبو پر ضد پلان شوي وو، او دا یې د دغې ډلې د نړیوال نفوذ پراخوالي نښې وبللې.
خو نوموړي د امریکا او پاکستان تر منځ وروستۍ همکاري وستایله، په ځانګړي ډول د داعش خراسان یو کلیدي غړي نیول او امریکا ته استول چې د «ابی» دروازې د برید په تور تعقیب شوی و.
سره له دې، هغه خبرداری ورکړ چې په پاکستان کې امنیتي وضعیت لا هم نازک دی. د نوموړي په وینا، ۲۰۲۴ کال د پاکستان لپاره له یوې لسیزې راهیسې یو له تاوتریخوالو ډک کال و، چې تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د ازادۍ پوځ په څېر ډلې ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته جدي ګواښ پېښوي.
هویزنگا د هند تر واک لاندې د جمو او کشمیر په سیمه کې وروستي برید ته هم اشاره وکړه چې ۲۶ تنه یې ووژل، چې ډېری یې سیلانیان وو. هغه دا برید «عمدي او بېرحمانه» وباله او ویې ویل دا پېښه د سیمې د دوو اتومي قدرتونو ترمنځ پوځي شخړې ته زمینه برابره کړه.
نوموړي د ناستې په پای کې غوښتنه وکړه چې د امریکا د ترهګرۍ ضد وسایل باید بیا وکتل شي او له سیمهییزو شریکانو سره همکاري نوره هم پیاوړې شي. هغه وویل: «اړینه ده چې زموږ د ترهګرۍ ضد مبارزې وسایل له سره وارزوو او دا هڅې لا قوي کړو.»