سیاست

د دوحې پروسې د کاري ډلې ناسته به تر څلورو ورځو ترسره شي

File photo from 2024 working groups meeting in Doha, Qatar.

ټاکل شوې ده چې د دوحې پروسې د کاري ډلې ناسته په څلورو ورځو کې ترسره شي. په دوحه کې دوو لویدیځو ډیپلوماتیکو سرچینو آمو ته وویل چې د قطر په دوحه کې د طالبانو د پلاوي په شتون سره د خصوصي برخې په اړه د کاري ډلو دوهم پړاو او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د کاري ډلو دریم پړاو ترسره کولو لپاره چمتووالی روان دی.

مخکې له دې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې هم وویل چې دا ناستې د دوحې د ناستې د دریم پړاو د پریکړو یوه برخه ده.

په ملګرو ملتونو کې د قطر استازولۍ هم د افغانستان په اړه د امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې اعلان وکړ چې دا ګ ناستې به د چنګاښ په نهمه او لسمه ترسره شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، یا د یوناما مشرې هم وویل چې دا ناستې به د دوحې پروسې د دریم پړاو د ځینو پریکړو پر بنسټ، ټولې خواوې د خبرو اترو میز ته راولي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، رزا اوتونبایوا، ویلي: «په راتلونکو څو ورځو کې به په دوحه کې، ملګري ملتونه د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي برخې په اړه د دوو کاري ډلو سره ناسته وکړي؛ دا ډلې په ۲۰۲۴ کال کې په دوحه کې د ځانګړو استازو له دریمې ناستې وروسته رامینځته شوې او ټول اړوند اړخونه به په یوه ګډ میز کې سره راټول کړي. دا یو مهم پرمختګ دی چې څو اړخیز تعامل به ګړندۍ کړي او د خصوصي برخې پیاوړتیا او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په څیر مهمو برخو کې به د متقابلې همکارۍ پر ارزښت باور پیاوړی کړي.»

له دې سره، په راتلونکو څلورو ورځو کې به په دې دوو برخو کې د کاري ډلو ناستې ترسره شي.

په ورته مهال، دوه لوړ پوړي لویدیځې ډیپلوماټیکې سرچینې امو ته وايي چې د قطر په دوحه کې د طالبانو د پلاوي په شتون سره د کاري ډلو ناستو د ترسره کولو لپاره چمتووالی روان دی. د ورکړل شویو جزیاتو پر بنسټ، په دې ورځو کې په دوحه کې د دې مسلې په اړه ډیپلوماټیکې لیدنې هم زیاتې شوې دي.

په ورته وخت کې، د بشري حقونو ځینې فعالانې او د هیواد وګړي ټینګار کوي چې له طالبانو سره په هره ناسته یا تعامل کې، د هیواد د بشري حقونو مسلو ته باید لومړیتوب ورکړل شي. دوی همداراز ټینګار کوي چې هره نړیواله هڅه باید د افغانستان خلکو سره مرسته وکړي چې د ښځو په شتون او د بشري حقونو د درناوي سره یو ټولګډونه حکومت رامینځته کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خو د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي برخې د کاري ډلو د ناستو نوې دوره په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، هېواد ته بشري مرستې کمې شوې دي. د هېواد وګړي له نړۍ څخه غواړي چې په دې سخت اقتصادي حالت کې افغانان هېر نه کړي.