د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان په اړه، د نورو موضوعاتو تر څنګ، د ملګرو ملتونو د “موزاییک پلان” په اړه چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره وړاندیز شوی، او همدارنګه د بشري حقونو د اندېښمن وضعیت، په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو د محدودیتونو په اړه خبرې وشوې.
یو شمېر هېوادونو ټینګار وکړ چې تر دې دمه له طالبانو سره خبرو کومه پایله نه ده ورکړې.
په دې ناسته کې، یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو څانګې د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپورونه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړل.