د ایران دولتي ټلویزیوني شبکې د سهشنبې سهار اعلان وکړ چې د تهران او تلاویو ترمنځ اوربند پیل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې اسراییل خپلو خلکو ته د ایران له لوري د راکټي بریدونو له یوې نوې څپې خبرداری ورکړی.
نن؛ سهشنبه د اسراییل او ایران ترمنځ د نښتو دولسمه ورځ ده.
د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، د اوربند د پیل اعلان یوازې د ایران په دولتي تلویزیون کې د پردې پر سر په لیکلي ډول خپور شوی دی.
سره له دې، ډونالډ ټرمپ شپږ ساعته وړاندې دواړو لورو ته مهالوېشونه اعلان کړي وو.
هغه ویلي وو: «په رسمي توګه، ایران به اوربند پیل کړي، او د دولسم ساعت پر مهال به اسراییل هم اوربند پیل کړي. د څلورویشتم ساعت په جریان کې به د نړۍ لهخوا د ‘۱۲ ورځنۍ جګړې’ پای ته رسمي درناوی وشي.»