د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د ایران پر مشر علي خامنهاي سخته نیوکه کړې او د ایران پر ضد د بندیزونو د لغو کولو پلانونه یې هم وځنډول او ویې ویل که تهران یورانیم بډایه کړي، نو د دغه هېواد بیاځلي بمبارد کول به و ارزوي.
ولسمشر ټرمپ د خامنهاي پر هغو لومړنیو څرګندونو سخت غبرګون ښودلی دی چې له اسرايیل سره د ۱۲ ورځني شخړې وروسته وکړې، دغه شخړه د تېرې اوونۍ په پای کې د امریکا د هوایي بریدونو له لارې د ایران پر اتومي سایټونو پای ته ورسېده.
علي خامنهاي ویلي چې ایران د امریکا د هوايي بریدونو په غبرګون کې د امریکا پر یوه مهمې پوځي اډې په قطر کې برید کړی او «امریکا ته یې څپېړه ورکړه». هغه همداراز ویلي چې ایران «هیڅکله به تسلیم نهشي.»
خو ولسمشر ټرمپ ویلي چې د خامنهاي ژوند یې ژغورلی دی. امریکايي چارواکو د جون پر ۱۵مه رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې ولسمشر ټرمپ د اسرائیل هغه پلان ویټو کړی چې غوښتل یې د ایران مشر ترور کړي.
ولسمشر ټرمپ په یوه ټولنیز پوسټ کې لیکلي: «هغه خپل هېواد له لاسه ورکړ، درې شیطاني اتومي سایټونه یې له منځه لاړل او زه دقیقاً پوهېدم چې هغه چیرې پټ دی، خو اجازه مې ورنهکړه چې اسرايیل یا د امریکا وسلهوال ځواکونه، چې تر اوسه تر ټولو ستر او قوي ځواکونه دي، د هغه ژوند پای ته ورسوي.»
هغه زیاته کړې: «ما هغه له یوه ډېر بد او سپک مرګه وژغوره.»
ایران اعلان کړی چې احتمالي اټومي هوکړه به هغه وخت تر سره شي که چېرې متحده ایالات د خامنهای پر وړاندې له «بېادبانه لهجې» لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، له دې مخکې د شنبې په سهار وختي په یوه پوسټ کې په اکس (پخواني ټویټر) لیکلي: «که ولسمشر ټرمپ د هوکړې لپاره ریښتینی نیت لري، باید د خامنهاي، پر وړاندې له بېاحترامي او د هغه د میلیونونو مخلصو پلویانو له ځورولو لاس واخلي.»