د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي، یوري کوکوف خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د داعش ډلې مخ پر زیاتېدونکی نفوذ د مرکزي اسیا د ثبات او حتی د روسیې د خاورې لپاره یو جدي ګواښ دی.
ښاغلي کوکوف دا څرګندونې د روسیې له دولتي ورځپاڼې «راسیسکایا ګازیتا» سره په مرکه کې کړي، او ویلي یې دي چې مسکو د داعش ډلې فعالیتونه په افغانستان کې له نږدې څاري؛ داسې یوه ډله چې، د هغه په وینا، هڅه کوي «ترهګري له افغانستانه د مرکزي اسیا هېوادونو ته او په پایله کې د روسیې خاورې ته صادره کړي.»
هغه زیاته کړې: «سره له دې چې پراخې جګړې بندې شوې دي، خو بېثباتي لا هم په افغانستان کې دوام لري — داسې بېثباتي چې د ګاونډیو هېوادونو لپاره یو جدي ګواښ دی.»
کوکوف ویلي، د داعش ډلې پلانونه چې غواړي ترهګري مرکزي اسیا ته او بیا روسیې ته صادره کړي، یوه «جدي اندېښنه» راولاړه کړې ده.
نوموړي همداراز خبرداری ورکړی چې د افراطي اسلامپالو ډلو هڅې د تاجکستان او ازبکستان په ګډون، د مرکزي آسیا په هېوادونو کې د نفوذ د پراخولو لپاره، په ځانګړي ډول د کورنیو او سوداګریزو اړیکو له لارې، چې د دغو هېوادونو او د روسیې د اتباعو تر منځ شته، ددې ګواښ کچه لوړه کړې ده. دا خطرونه د اوراسیا اقتصادي اتحادیې د کاري مهاجرت د نسبتاً نرم سیاستونو له امله لا پسې ډېر شوي دي.
کوکوف څرګنده کړه: «د دغو هېوادونو د اتباعو او د نورو ګډوالمنافع هېوادونو، په ګډون د روسیې، د مذهبي ټولنو تر منځ د کورنیو او سوداګریزو اړیکو شتون، دغه خطر نور هم زیات کړی دی. د کاري مهاجرت د اسانتیاوو ترڅنګ، دا وضعیت د افراطي نظریاتو د خپرېدو لپاره زمینې برابرې کړې دي، په ځانګړې توګه په پسا-شوروي سیمه کې.»
نوموړي همداراز د افریقا په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرۍ د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، او ویې ویل چې له منځني ختیځ او جنوبي آسیا څخه ویستل شوي ډېر جنګیالي اوس په افریقا کې یو ځل بیا تنظیم شوي دي. د هغه په وینا، داعش او القاعده پورې اړوندې ډلې په دغه قاره کې د پام وړ نفوذ پیدا کړی دی.
کوکوف ټینګار وکړ چې یوازې د ساحل په سیمه کې، د نړۍ د ترهګرۍ له امله د وژل شویو کسانو نیمايي برخه ثبت شوې ده. د هغه په وینا، د ۲۰۲۴ کال د معلوماتو له مخې، په دې سیمه کې له ۳۵۰۰ څخه ډېر ترهګریز بریدونه شوي، چې له امله یې له ۱۴۰۰۰ څخه زیات کسان—اکثراً ولسي وګړي—وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې ترهګرې ډلې په افریقا کې د ناقانونه فعالیتونو لکه تښتونو، د سرو زرو غیر قانوني استخراج، د وسلو او نشهيي توکو قاچاق، او د طبیعي منابعو د لوټ له لارې خپل مالي سرچینې برابروي. د هغه په وینا، دا فعالیتونه هر کال سلګونه میلیونه ډالر عاید لري، چې د جنګیالیو د استخدام، د بهرنیو جنګیالیو د ملاتړ، او د سرحدونو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره کارېږي.
کوکوف همداراز خبرداری ورکړ چې ځینې دغه ډلې اوس د شبه-دولتونو (نیمهدولتي جوړښتونو) بڼه غوره کړې ده—په ځانګړې توګه هغو سیمو کې چې رسمي حکومتونه پاشل شوي دي. د هغه په وینا، دا ډلې اوس پراخې سیمې تر کنټرول لاندې لري، عدالت د خپلو قوانینو پر بنسټ پلي کوي، او له خلکو مالیات ټولوي.
هغه زیاته کړه: «لا اندېښمنوونکې خبره دا ده چې د نړیوالې ټولنې ځینې برخې دا ډلې د مشروعو حکومتي نهادونو په توګه منل پیل کړي دي.»
په پای کې، کوکوف اشاره وکړه چې په افریقا کې د ترهګرو ډلو ترمنځ همکاري زیاته شوې ده. هغه وویل: «دغه ډلې نور یواځې په جلا توګه نه فعالیت کوي. دوی اوس د جنګیالیو، استخباراتو، مالي سرچینو، او د جګړې د تجربو د تبادلې په برخه کې یو له بله سره همکاري کوي.»