افغانستان

د سینما هنر د راژوندي کولو لپاره د بغلان فرهنګیانو هڅې

د بغلان ولایت د سینما د کارکونکو ټولنې له څو میاشتني ځنډ وروسته بېرته خپل فعالیت پیل کړ.

ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د ټاکنو په ترسره کولو، ددغه ولایت د سینما یو کارکوونکی سیدفرهاد وحدت د نوموړي ولایت د سینماګرو تولنې د رییس په توګه وټاکل شو.

د سینما برخې کارکوونکو په داسې حال کې په بغلان ولایت کې بيا د فعالیت اجازه ترلاسه کړې چې په دې ولایت کې د سینما د ښځینه کارکوونکو ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.

د بغلان ولایت د سینما کارکوونکو د ټولنې رییس سیدفرهاد وحدت وايي: «په تېرو وختونو کې په بغلان کې دوه سوه تنو د سینما په برخه کې فعالیت درلود چې لږ شمېر مېرمنو هم په دې برخه کې کار کاوه؛ البته اوسمهال د طالبانو له خوا ښځو ته د سینما په برخه کې د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.»

هغه د بودیجې نشتوالی او د سینما برخې له کارکوونکو د مالي ملاتړ نشتوالی په دغه هنري څانګه کې تر ټولو مهمه ستونزه بولي.

په بغلان کې سینما کابو ۴۰ کاله مخینه لري، په دې موده کې د سینما هنر له فعالینو ښه آثار په یادګار پاتې دي.

په بغلان ولایت کې د سینمايي آثارو د ښودلو لپاره د سینما نشتوالی، د سینماګرو یوه بله ستونزه ده.

د سینما کارکوونکي وايي چې په تېرو کلونو کې یې د فلمونو د ښودلو لپاره یو ځای درلود چې د زورواکو له خوا غصب شو او تراوسه نه دي بریالي شوي چې سینما له غاصبینو بېرته واخلي.

خو د سینما نشتوالي دغه هنرمندان له مسلکي فعالیتونو لاس په سر نه کړل او دوی خپل آثار په یوټیوب کې خپل مینه والو ته خپاره کړي دي.

د بغلان د سینما کارکوونکي اوس هیله من دي چې د طالبانو له خوا د فعالیت جواز په اخیستو، وکولای شي د سینما اړوند ځای بېرته له زورواکو ترلاسه کړي.

د جمهوریت په دوره کې د سینمايي فلمونو جوړول بیا پيل شوي وو. په کابل ښار کې سینماګانې ورغول شوې او په داسې حال کې چې خلکو بیا سینما ته مخه کړې وه، دولت سقوط وکړ او د افغانستان سینما یو ځل بیا بې هوښۍ ته ولاړه؛ داسې اغما ته چې څه د پاسه یو کال کېږي دا اووم هنر ورسره مخ دی.