افغانستان

د نشه یي توکو له کارولو د بدخشاني مېرمنو د ژغورنې هڅې

په بدخشان کې په نشه يي توکو یو شمېر روږدې مېرمنې وايي چې په تېرو څو کلونو کې یې په ځینو لاملونو نشه یي توکو ته مخه کړې وه؛ خو په دې ولایت کې په نشه یي توکو د روږدو په روغتون کې له درملنې وروسته، اوس روغې شوې او د توکو د اوبدلو له لارې هم بوختې دي او هم یې د کورنیو له اقتصاد سره مرسته کوي.

دوی وايي چې د سختو اقتصادي ستونزو له امله یې د نشه يي توکو کارولو ته مخه کړې وه او اقتصادي ستونزو او د کار نشتوالي دوی اړ کړې وې چې د دغو توکو کارولو ته مخه کړي.

د هغوی په وینا، اوس له روغېدو وروسته، یې د توکو اوبدلو ته مخه کړې او په شخصي لګښت د ښځو او ماشومانو جامې جوړوي او له دې لارې د ژوندانه لومړنۍ اړتیاوې برابروي.

په دوی کې یو شمېر ماشومان هم لیدل کېږي چې د کورنیو ستونزو له امله هیرویین کاروي.

په بدخشان ولایت کې د مېرمنو په چارو کې د طالبانو استازې بي بي نسا مبارز وایي: «که ښځې پر خپلو پښو ودرېږي او د ځان او ماشومانو د اقتصادي ملاتړ وس ولري، دا د دوی لپاره یو پرمختګ دی.»

نوموړې زیاته کړه: «هغه مېرمنې د نشه يي توکو کارول یې پرېښي او عادي ژوند ته راګرځېدلې، په خپلو شخصي امکاناتو په کورونو کې د اوبدلو په چارو بوختې دي.»

مېرمن مبارز ټینګار کوي: «اوس د روغو شویو مېرمنو لپاره د کار په لټه کې یوو او مرستندویه بنسټونه باید د دغو ښځو لپاره د کاري زمینو برابرولو په موخه همکاري وکړي.»

په بدخشان ولایت کې د ښځو په چارو کې د طالبانو استازې وايي چې د دې ولایت د مرکز فیض آباد له واټونو په نشه د روږدو ښځو او ماشومانو راټولول یې پیل کړي ترڅو د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د روږدو د درملنې په اویا بستریز روغتون کې یې درملنه وشي.

له بلې خوا، د بدخشان له نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې مسوولین وايي چې په تېرو څو میاشتو کې، څه د پاسه زر په نشه روږدي کسان له فیض آباد ښار څخه راټول شوي او تر درملنې لاندې دي چې له دې ډلې څه د پاسه درې سوه له درملنې وروسته د کار لپاره بېلابېلو برخو ته معرفي شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر شفیق الله حفیظي وویل: «په تېرو څو میاشتو کې د فیض له ښاره څه د پاسه زر تنه په نشه يي توکو روږدي راټول شوي او ددې ولایت د روږدو د درملنې په پينځو مرکزونو تر درملنې لاندې دي.»

د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې په بدخشان کې شته روغتونونه په یوه وخت د ۱۵۰ تنو د درملنې ظرفیت لري او ددې ولایت په روغتونونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کال کې د ۱۳۰۰ تنو درملنه کېږي.

که څه هم دغه مسوولین په بدخشان کې د روږدو کره شمېر په واک کې نه لري؛ خو د نه تایید شویو شمېرو له مخې، په بدخشان ولایت کې څه د پاسه شل زره تنه نشه یي توکي کاروي چې ۲۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.