افغانستان

د برتانیې لومړي وزیر لخوا روانډا ته د افغان کډوالو د شړلو لایحې تصویبېدنه

د ګوند دننه او د ځینو برتانوي چارواکو له مخالفت سربېره؛ د برتانیا پارلمان روانډا ته د “غیر قانوني پناه غوښتونکو د شړلو” قانون تصویب کړ، چې افغان پناه غوښتونکي هم پکې شامل دي.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې د برتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک هم “پرته له کوم بدلون” دا قانون تصویب کړ.

په همدې حال کې ګارډین پرون راپور ورکړى و، ښاغلى سونان دبريتانيا دوو محافظه کارو ګوندونو او اپوزیسیون تر فشار لاندې و؛ څو د “غیرقانوني کډوالو دشړلو” قانون تصویب نه کړي او پناه غوښتونکي په ځانګړې توګه د برتانيا افغان همکاران روانډا ته له لېږلو معاف کړي.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې ددې قانون تصویب د ریشي سنک لپاره ستره ننګوونه وه.

په دې لایحه کې روانډا د یو دريم خوندي هيواد په توګه اعلان شوى دى، چې د “غیرقانوني مهاجرینو ایستلو” امکان برابروي.

د دغه راپور پر بنسټ، د بریتانیا صدراعظم وویل:«موږ چمتو یو. پلانونه د تطبيق په حال کې دي. او دا الوتنې به ژر تر ژره ترسره شي. “هیڅ يوه بهرنۍ محکمه به مونږ د غیرقانوني پناه غوښتونکو له ايستلو څخه منع نه کړي.”

د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، د ریشي سوناک ګوند د پارلمان له ۳۴۹ غړو څخه ۳۲۰ تنو یې د دې لایحې د تصويب لپاره مثبتې رايې او د برتانیا د پارلمان ۲۷۶ نورو غړو د دې لایحې د تصويب لپاره مخالفې رایې وکارولې.

ویل کیږي چې دې تصویب، د هغه سختو اصلاحاتو مخه ونیوله، چې دمخه یې د برتانیا د محافظه کار ګوند ٦٠ غړو لخوا ترې ملاتړ کړى و،او په پراخه کچه د بشري حقونو په اړه اروپايي کنوانسیون ګټې لغوه کوي، له پامه غورځولى دى.

د دغه راپور له مخې، ډېری غړو چې د سوناک له دې طرحې يې ناخوښي څرګنده کړې وه، بالاخره دغه لایحې ته رایه ورکړه، چې اوس په ولسي جرګه کې تر بحث لاندې دی.

نوی قانون برتانوي چارواکو ته اجازه ورکوي،څو هغه کډوال چې په غير قانوني توګه دې هيواد ته ننوځي د پناه غوښتنې دپروسې له اروزنې پرته روانډا ته ولېږي.