افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د فهیم عظیمي د “سمدواره” خوشې کیدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه خبرپاڼه کې د فهیم عظیمي د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې، هغه د پوهنې یو له هغو فعالانو څخه دی، چې له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو بند کې دی.

د «فکر بهتر» موسسې مشر فهیم عظیمي له خپل همکار صدیق الله افغان سره د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۱۷ د طالبانو له خوا ونیول شو.

صدیق الله افغان په دې وروستیو کې خوشې شو، خو ښاغلی عظیمي لا هم د طالبانو په بند کې دی.

د ملګرو ملتونو د پوهانو په خبرپاڼه کې راغلي: “موږ د [طالبانو] له واکمنو چارواکو څخه غواړو چې ښاغلی عظیمي له ځنډ پرته خوشې کړي.” د هغه د نیولو لپاره هیڅ توجیه نشته.»

دوى د پوهنې او د ښځو د حقونو د فعالانو په نیول کېدو او په افغانستان کې د تعلیمي فعالیتونو او د ښځو له حقونو څخه د دفاع په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په همدې حال کې، په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د طالبانو له بنده د زده کړو فعال صدیق الله افغان د خوشې کېدو هرکلی کړی دی.

ښاغلي بینیټ همداراز له طالبانو غوښتنه کړې، چې د پوهنې یو بل فعال فهیم عظیمي چې له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې د دوی په بند کې دی، خوشې کړي.

هغه په ​​دې اړه لیکلي: “هیڅوک باید د زده کړې د حق په ترویج مجازات نه شي.”