پر تهران او د ایران پر نورو ښارونو د اسراییلو له شدیدو او بېسارو بریدونو وروسته، د ایران مشر علي خامنهاي یوه ځمکني خوندي ځای ته لېږدول شوی او د هغه لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
نیویارک ټایمز د درېیو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې خامنهاي سربېره پر دې چې د اضطراري حالاتو لپاره یې پوځي ځایناستي ټاکلي، درې لوړپوړي روحانیان یې هم د خپل احتمالي ځایناستو په توګه د مجلس خبرګان رهبرۍ ته معرفي کړي دي.
دا بېساري اقدام د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر د احتمالي ترور د وېرې او د شدید امنیتي بحران نښه بلل شوې، چې د اسراییلو یا متحده ایالاتو له لوري کیدای شي ترسره شي.
خامنهاي، چې اوس ۸۶ کلن دی، د اسراییلي بریدونو له پیل راهیسې خپل ټول برېښنایي ارتباطات بند کړي او یوازې د یوه باوري سلاکار له لارې له پوځي قوماندانانو سره تماس لري.