امنیت

طالبانو د ملګرو ملتونو راپور «پروپاګند» وباله

د یوناما د بیرغ انځور

طالبانو د ملګرو ملتونو د افغانستان د وروستیو دریو میاشتو راپور د «ناسمو معلوماتو او پروپاګند» پر بنسټ بللی، او ویلي یې دي چې په دغه راپور کې هڅه شوې چې د هېواد روان وضعیت ته اندېښنې پیدا کړل شي.

په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو د ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، له لوري خپره شوې، راغلي: «د ملګرو ملتونو او ورته نورو ادرسونو څخه همیشه د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کيږي، هڅه کیږي چې د افغانستان حالات خراب وښودل شي، په پرمختګونو سترګې پټې شي او د کوچنیو پيښو په غټ ښودلو سره خلکو ته انديښنې پيدا شي.»

طالبان وایي خلکو ته «ډاډ» ورکوي چې د «مغرضو حلقو له تبلیغاتو» څخه دې د هېواد د امنیت او ثبات په اړه اندېښنه نه کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د ناامنۍ د درې سلنه زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.

د راپور له مخې، د روان میلادي کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۳۰مې پورې، په ټول هېواد کې ۲۲۹۹ امنیت ضد پېښې ثبت شوې دي؛ خو ویل شوي چې د طالبانو مخالفو وسله‌والو ډلو فعالیتونه د طالبانو د واک لپاره لا هم جدي ننګونه نه ده بلل شوې.

په راپور کې د ۱۱ بریدونو یادونه شوې چې مسؤلیت یې هېڅ یوې ډلې نه دی منلی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز ویلي چې د داعش خراسان څانګې له خوا د طالبانو پر چارواکو بریدونه دوام لري. په دې کې د کندز ښار برید یاد شوی چې ۱۹ تنه، د طالبانو ۱۵ غړو په ګډون، پکې وژل شوي، او یو بل برید چې د طالبانو د ښار جوړولو او کور جوړولو پر وزارت شوی، چې پکې د دغه وزارت یو مرستیال ټپي شوی دی.