کډوالي

د مرستو اسلامي سازمان: د بېرته ستنېدونکو بیړنیو اړتیاوو د افغانستان بشري کړکېچ سخت کړی

د مرستو اسلامي سازمان وایي چې د بېرته راستنېدونکو بیړنیو اړتیاوو لکه سرپناه، روغتیا، درملنه، خوړو ته لاسرسی، ساتنه، د ژوند وسایل او زده‌کړه، په افغانستان کې روان بشري کړکېچ نور هم ژور کړی دی.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلی، چې له ایرانه د ایستل شویو کډوالو د بېرته ستنیدو د بهیر په اړه د اسلام‌کلا پر پوله یې ارزونه کړې ده.

دغه ارزونه د جولای په ۴مه او ۵مه نېټه ترسره شوې، چې پکې له لسو بېرته راستانه شویو کډوالو سره د نمونې په ډول مرکه شوې ده. له دغو کسانو ۴۸ سلنه ښځې او ۵۲ سلنه نارینه دي.

د دې سازمان په راپور کې ویل شوي چې ۸۸ سلنه بېرته راستانه شوي کسان له کمو او ناپاکو اوبو شکایت لري، ۸۳ سلنه له روغتیایي خدمتونو څخه د لاسرسي نشتوالي خبره کوي، او ټول بېرته راستنېدونکي د اړینو توکو لکه کمپلو، د پخلنځي لوښو، او جامو له کمښت څخه شکایت لري.

همداراز، ۶۸ سلنه بېرته راستنېدونکې کورنۍ وايي چې د خپل ژوند د چرخولو لپاره هیڅ عاید نه لري.

اسلامي مرستندویه سازمان وایي چې دا ارزونه د ایران څخه د افغانستان بېرته ستنېدونکو د اوسني وضعیت او ننګونو د درک لپاره یو مهمه سرچینه ده.

دا سازمان باور لري چې دغه موندنې به بشري شریکانو، سیمه‌ییزو چارواکو او مرسته‌کوونکو ته مرسته وکړي څو د یو مناسب غبرګون لپاره هوښیار تصمیمونه ونیسي او د بېرته راستنېدونکو بریالۍ او بې‌ننګولې ټولنیزه ادغام تضمین کړي.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري مخکې ویلي چې له ایرانه د مهاجرینو د ایستلو شمېره ورځنۍ په اوسط ډول ۵۰ زرو کسانو ته رسېدلې ده.