د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ په ایران کې د افغان کډوالو د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسراییلو او ایران يې غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.
ښاغلي بنیټ د شنبې (د غبرګولي ۳۱) په ورځ پر ایکسپاڼه لیکلي، چې د اسراییلو او ایران ترمنځ د روان جګړې له کبله د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښمن دی.
هغه زیاته کړې: «زه غواړم په ایران کې د پنځه میلیونه څخه زیاتو افغانانو، د کډوالو په ګډون، وضعیت ته پام واړوم، چې د خپل امنیت له امله اندېښمن دي. زه د دواړو خواوو څخه د زغم غوښتنه کوم، نړیوالو قوانینو ته د درناوي غوښتنه کوم او د هغو هڅو غوښتنه کوم چې ولسي وګړي، په ځانګړي ډول کډوال، خوندي پاتې شي.»
نن شنبه د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه نهمې ورځې ته دننه شوه. په دغه جګړه دواړو خواوو ته سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.