منځنی ختیځ

بي‌بي‌سي: له اسراییل سره د ایران پر ضد برید کې د امریکا ښکېلتیا د ټرمپ پلویان ویشلي دي

بی‌بی‌سي راپور ورکړی چې له اسراییل سره د ایران پر ضد برید کې د امریکا احتمالي ښکېلتیا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو ترمنځ اختلاف رامنځته کړی دی.

راپورونه وایي چې د جمهوري‌پال ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خپلو ملي امنیت سلاکارانو سره له لیدنې وروسته، د ایران د اټومي تأسیساتو د نښه کولو په اړه د مرستې احتمال سنجوي.

د ټرمپ د «امریکا لومړۍ» تګلارې پر بنسټ، یو شمېر ملاتړي یادونه کوي چې هغه ژمنه کړې وه چې امریکا به له هغو «تل‌پاتې جنګونو» څخه وباسي، هغه جنګونه چې په افغانستان او عراق کې د زرګونو امریکایي سرتېرو د مرګ لامل شول.

خو د جمهوري‌پال ګوند ځینې جنګي‌پال غړي بیا ټرمپ هڅوي چې پر ایران برید وکړي.

د جنوبي کارولینا سناتور، لندسي ګراهام ویلي چې دا د امریکا د ملي امنیت په ګټه ده چې ایران ته د اټومي بم ترلاسه کولو مخه ونیول شي. تهران بیا ټینګار کوي چې د دوی اټومي برنامه یوازې د سوله‌يیزو، ملکي موخو لکه د انرژۍ تولید لپاره ده.