خوست ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي، چې د دغه ولایت په ګربز ولسوالی کې د حنیف الله په نوم یو تنکي ځوان ځان وژلی دی.
د سرچینو په وینا، یاد ځوان تېره ورځ (دوشنبه د غبرګولي ۲۶مه) ځان وژنه ترسره کړې ده.
سرچینې زیاتوي، چې دغه کس د ګربزو ولسوالۍ د شیخ امیر کلي اوسېدونکی و.
د سرچینو په وینا، د یاد ځوان د ځان وژنې علت دقیق معلوم نه دی، خو یو شمېر کلیوال یې اقتصادي مشکلات او بې کاري بولي، چې هغه یې له ژوند کولو ستړی کړی و.
د یادونې وړ ده، چې د ځوانانو ترمنځ د ځان وژنې د پېښو د ډېردو له کبله په خوست کې طالبانو د ځان وژونکو د کورنۍ سره د همدردې مخنیوی کړی او ملایانو ته یې ویلي، چې د ځان وژونکو په جنازو کې ګډون ونکړي.