لویدیځه اسیا

اسرائیل: د ایران د ګډو ځواکونو نوی ګومارل شوی قوماندان په شپېنیو بریدونو کې وژل شوی

د ایران د ګډو ځواکونو نوی قوماندان، علي شادماني

اسرائیل وايي چې د ایران د ګډو ځواکونو نوی قوماندان، علي شادماني، د شپېنیو بریدونو په ترڅ کې وژل شوی دی. نوموړی د جمعې په ورځ، د اسراییلو په بریدونو کې د جنرال غلامعلي رشید تر وژل کېدو وروسته، د هغه ځای ناستي په توګه ټاکل شوی و.

د اسراییلي دفاعي ځواکونو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د «دقیقو استخباراتي معلوماتو» تر ترلاسه کولو او د «ناڅاپي فرصت» له رامنځته کېدو وروسته د سه شنبې د سهار په لومړیو ساعتونو کې، د اسراییلو هوايي ځواک په پلازمېنه کې پر یوه متمرکز قومانداني مرکز برید وکړ او شادماني یې وواژه.

ایران تر اوسه د شادماني د مرګ په اړه د اسراییلو د دې ادعا په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

شادماني تېره جمعه، د هغو لومړنیو اسراییلي بریدونو وروسته چې پکې یو شمېر لوړپوړي قوماندانان، غلامعلي رشید په ګډون وژل شوي وو، د ایران د ګډو ځواکونو د قوماندان په توګه وټاکل شو.

رشید او شادماني مخکې د خاتم‌الانبیاء مرکزي قوماندانۍ مشري کړې وه، هغه اداره چې د ملي اردو او سپاه پاسداران ترمنځ همغږي برابروي.

د اسراییلو د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي: «شادماني د بېلابېلو دندو په ترسره کولو سره، د اسراییل پر ضد د عملیاتو پر طرحو مستقیم اغېز کړی و.»