لویدیځه اسیا

رویټرز: د اوکراین د جګړې په تړاو د ټرمپ او پوتین خبرې هېڅ پرمختګ ونه کړ

د ټرمپ او پوټین د غونډې انځور

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولاډیمیر پوټین ترمنځ غونډه، چې د جمعې په ورځ په الاسکا کې ترسره شوه، د مسکو د جګړې د پای ته رسولو یا درولو لپاره هېڅ ډول هوکړه رامنځته نه کړه؛ که څه هم دواړو مشرانو خبرې «مهمې» وبللې.

د نږدې درې ساعته غونډې وروسته، دواړو مشرانو په الاسکا کې په لنډه توګه د رسنیو پر وړاندې څرګندونې وکړې او ویې ویل چې په ځینو نامعلومو موضوعاتو کې پرمختګ شوی دی، خو هېڅ ډول جزئیات یې ورنه کړل او هېڅ پوښتنې ته یې ځواب ورنه کړ.

ټرمپ، چې عموماً ډېر خبرې کوي، د خبریالانو پوښتنې له پامه وغورځولې.

ټرمپ د داسې پردې مخې ته ولاړ و چې پرې لیکل شوي وو «د سولې په لټه کې» او ویې ویل: «تر هغه چې کومه هوکړه ونه شي، هېڅ هوکړه نشته.»

په لومړي سر کې داسې نه ښکارېده چې دا خبرې به د اوربند پر لور کوم معنا لرونکی ګام وي، په هغه جګړه کې چې په تېرو اتیا کلونو کې په اروپا کې تر ټولو خونړۍ ګڼل کېږي. د اوربند هڅه هغه موخه وه چې ټرمپ د غونډې تر مخه اعلان کړې وه. خو یوازې دا چې پوټین د امریکا له ولسمشر سره مخامخ کېناست، د هغه لپاره یوه ستره بریا بلل کېږي؛ ځکه چې د ۲۰۲۲ کال له بشپړې یرغل وروسته لوېدیځو مشرانو هغه په څنډه کې پرې ایښی و.

له غونډې وروسته ټرمپ د فاکس‌نیوز له شان هانټي سره په مرکه کې وویل چې د پوټین سره د یوې کچې پرمختګ له امله به پر چین د تعرفو پلي کول، چې د روسیې د نفتو د رانیولو له امله یې پلان کړي وو، وځنډوي. هغه پر هند، چې د روسیې د خامو نفتو یو بل ستر پېرودونکی دی، د امریکا پر وارداتو د ۲۵ سلنې اضافي تعرفې لګولو ته ګواښ وکړ.

ټرمپ د چین د تعرفو په اړه وویل: «د نن ورځې د پېښې له امله فکر کوم دا مهال اړتیا نشته په دې فکر وکړو. کېدای شي دوه یا درې اوونۍ وروسته یا تر هغه لږ وخت کې اړ شم په دې فکر وکړم؛ خو اوس اړتیا نشته.»

ټرمپ مسکو ته د بندیزونو ګواښ هم کړی دی؛ خو تر اوسه یې عملي کړي نه دي، حتا وروسته له هغه چې پوتین د هغه اوربند وروستۍ نېټه، چې ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې ټاکلې وه، له پامه وغورځوله.

د امریکا ولسمشر په خپله مرکه کې دا هم وړاندیز وکړ چې اوس به د پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولاډیمیر زلنسکي ترمنځ یوه غونډه جوړه شي، چې کېدای شي خپله هم په کې ګډون وکړي.

خو هغه نور جزئیات ورنه کړل چې دا غونډه به چا تنظیم کړي او څه وخت به ترسره شي.