د بامیان ولایت په سیغان ولسوالۍ کې یو شمېر نجونې چې له ښوونځي څخه پاتې شوې دي، د ژوند د لګښت پوره کولو لپاره یې د خیاطۍ په څېر مسلکونو ته مخه کړې ده.
دوی وايي چې هیڅکله یې نه غوښتل چې خیاطانې شي، خو شرایطو دوی اړې کړې چې دې کار ته پناه یوسي.
د بامیان په سیغان ولسوالۍ کې د خپل کوچني کور په یوه کونج کې، د ماشومانو د جامو په ګنډلو بوخته ده. وايي چې د ښوونځیو له تړلو وروسته، اړ شوه چې د ژوند د لګښت پوره کولو لپاره دا کوچنۍ کارخونه جوړه کړي.
اوس د هغې یوازینۍ هیله د ښوونځیو بیا پرانیستل دي.
د بامیان اوسېدونکې، صفیه، وايي: «ښوونځي وتړل شول او موږ هم ښوونځیو ته له تګ پاتې شوو؛ زه هېڅکله نه غوښتل چې خیاطه شم، خو اوس مجبور یم چې خیاطي وکړم. هیله لرم چې ښوونځي ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي.» په بامیان کې نورې نجونې هم ورته هیله لري.
دوی وايي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې له نږدې څلورو کلونو راهیسې تړل شوې دي، او دې وضعیت دوی ډېرې اندېښمنې کړې دي.
د بامیانو اوسېدونکې، زینب، وايي: «پخوا ښوونځي خلاص وو، د علم او پوهې دروازې د ټولو لپاره پرانستې وې، هر چا هیله لرله او غوښتلیې چې هڅو یې پایله ورکړي. خو اوس د ښوونځیو دروازې بندې دي او هېڅوک نشي کولای خپلې هیلې ته ورسېږي. زه هیله لرم چې د علم او پوهې دروازې بیا د ټولو لپاره پرانستل شي.»
واک ته د طالبانو له راستنیدو سره، افغان ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي. د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د طالبانو لخوا د دوی د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون پلي کولو دا محدودیتونه نور هم زیات کړي دي.