د ښځو انلاین پوهنتون اروپايي پارلمان ته یو لیکلی رسمي وړاندیز وړاندې کړی، څو د افغانستان د ښځو لپاره د انلاین زدهکړو رسمي پېژندنه د حضوري زدهکړو بدیل په توګه ومنل شي.
یاد وړاندیز د ښځو انلاین پوهنتون د رئیس او بنسټاېښودونکي، فرید سالنګي، لهخوا د ۱۷ زره ښځینه محصلینو په غوښتنه، په رسمي ډول اروپايي پارلمان ته سپارل شوی دی.
ویل شوي چې دا وړاندیز په هغه غونډه کې مطرح شوی، چې د افغان ښځو د زدهکړې له حق څخه د ملاتړ په موخه د اروپايي پارلمان په مرسته ترسره شوې وه.
د پوهنتون د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې، د دغه وړاندیز موخه دا ده چې په افغانستان کې له حضوري زدهکړو محرومو نجونو او ښځو ته د زدهکړې فرصتونه برابر شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د دوهم ځل واک ته رسېدو وروسته، د شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي، او د هېواد نجونې او ښځې یې د زدهکړو له دوام څخه منع کړې دي.
سره له دې چې د طالبانو دا پرېکړه د اسلامي نړۍ د هېوادونو او بانفوذه دیني علماوو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې، خو تر دې دمه طالبانو په خپل دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راوستی.
