افغانستان

د طالب امنیتي ځواکونو د ځانګړي یونیفورم نشتوالی د خلکو لپاره ستونزه

طالب جنګیالي د جمهوري نظام له سقوط راهیسې ځانګړی یونیفورم نه لري. که څه هم طالبانو تراوسه څو ځله د دې ستونزې د اواري لپاره د هڅو خبره کړې خو لا  هم دا ستونزه نه ده اواره شوې.

یو شمېر هېوادوال وايي چې د طالبانو په تېره بیا د امنیتي کسانو لپاره د ځانګړي یونیفورم نشتوالی پر دې ډلې د خلکو د بې باوری لامل شوی او اندېښنې یې زیاتې کړې دي. 

دوی وایي چې د طالبانو امنیتي کسان د خپلو دندو، په تېره بیا د هېواد د قوانینو په اړه لازم مالومات نه لري.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالغفور وایي: «له بده مرغه هغه کسان چې به ښارونو کې د امنیت په ټینګښت بوخت دي، اصلا نه دي روزل شوي او نه پوهېږي چې د ټولنې له بېلابېلو پرګنو سره څه ډول چلند وکړي. سربېره پر دې پولیس باید وروزل شي چې په ښار کې له خلکو او مجرمینو سره څه ډول چلند وکړي، اړتیا ده چې د وضعیت د کنټرول د څرنګوالي په هکله د قانون پربنسټ مالومات ولري.»

د هرات ښار اوسېدونکی غلام حیدر په دې اړه وایي: «موږ اندېښمن یو؛ ځکه یو شمېر وسله وال کسان چې د امنیتي ځواکونو اړوند دي په قوانینو نه پوهېږي. سره له دې چې پولیس ځواکونه د قوانینو تطبیقونکي دي. دولت (د طالبانو اداره) باید لومړی خپلو پولیس ځواکونو ته د قوانینو په اړه د اړتیا وړ معلومات ورکړي؛ خو له بده‌مرغه دغه ځواکونه پر قوانینو هېڅ باور نه لري.»

هرات کې خلک باوري دي، چې که د طالبانو امنیتي ځواکونه یو ډول او ځانګړې جامې ولري خلک به د ارامتیا احساس وکړي.

د یونیفورم نشتون د پولیسو له نوم څخه د ناسمې ګټې اخیستنې زمینه برابروي

په همدې حال کې پوهان وایي چې د طالبانو په ځانګړې توګه د دې ډلې د پولیسو لپاره د ځانګړو جامو نشتون د جرمونو او د پولیسو له نوم څخه د نورو ناسمو ګټو اخیستنو زمینه برابروي.

د پوځي چارو کارپوه معروف بیان‌ګر وایي: «د امنیتي کسانو (طالبانو) لپاره د یونیفورم د نشتون په صورت د هغوی او د جنایت کارو ډلو ترمنځ توپیر نه کېږي او هر مجرم کس د طالبانو تر نوم لاندې د وسلې په کارولو پر هر کار لاس پورې کولای شي.»

د مدني ټولنې فعالان هم په دې اړه وایي، چې د طالبانو اداره باید پولیس په ټولنه کې په ساختاري توګه رامنځته کړي ترڅو د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ باور او ډاډ رامنځته شي.

د مدني ټولنې فعال اشرف سادات وړاندیز کوي، چې باید د طالبانو د امنیتي کسانو په مسلکي کولو او د هغوی لپاره د ځانګړي یونیفورم برابرولو ته جدي پاملرنه وشي.

کندهار او کندوز

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د طالبانو پولیس په ښار کې ځانګړې جامې لري او پر پوځي امکاناتو سمبال دي؛ هغه اقدام چې خلک یې له اندېښنو ژغورلي دي.

کندهار او کندوز ولایتونو کې د اوسېدونکو په وینا مخکې د طالبانو امنیتي ځواکونو هېڅ ځانګړې جامې نه لرلې او د هغوی او شخصي وګړو ترمنځ توپیر نه و او اوسمهال دغه کسان پر پوځي جامو سمبال دي.

د کندهار ښار اوسېدونکی سید رسول وایي: «دا د خلکو په ګته ده چې امنیتي ځواکونو ته ځانګړې جامې ورکړل شي او ښه ده هغه کسان چې غلا کوي په ډاګه شي.»

د ځانګړو جامو نشتون، پر قانون نه پوهېدل او د پولیسو له مسلکي دندو نه پوهای یوازینۍ نیوکې نه ده، چې د طالبانو د پولیسو پروړاندې مطرح شوې دي. له تېرو اوونیو راهیسې د طالبانو پولیسو د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې کور په کور پلټنې پیل کړې دي. له هغوی سره د ښځو ځواکونو نشتوالي او د خلکو خصوصي حریم ته دننه کېدو یو لړ نیوکې پارولې دي. که څه هم د جمهوریت پرمهال ښځینه امنیتي ځواکونو ښځو مجرمینو ته پاملرنه کوله او له نارینه امنیتي ځواکونو سره یې په ماموریتونو کې ګډون کاوه، خو په داسې حال کې چې د طالبانو له واکمنۍ یو کال تېرېږي؛ هغه ښځې چې د امنیتي ځواکونو په تشکیل کې وې په کور کېنول شوې دي.