د هند په احمد آباد کې، د «ایر انډيا» الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې د تلفاتو شمېر، ۲۷۰ تنو ته لوړ شوی دی.
د ژغورنې ډلو، د پېښې له سیمې نور جسدونه هم موندلې دي. بلخوا، د هند چارواکې وايي چې له دې شمېرو یوازې ۲۹ کسان ځایي خلک دي، چې د الوتکې تر راغورځېدو وروسته د پېښې په سیمه کې مړه شوې دي.
د هند په ګجرات ایالت کې، د «ایر انډیا» الوتکې د پېښې د تلفاتو له زیاتوالي سره هممهاله، د پېښې په سیمه کې د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره هم د ژغورنې ډلې عملیات دوام لري.
د ژغورنې ځواکونو د پېښې له ځایه نور جسدونه هم موندلي او د تلفاتو شمېر، ۲۷۰ تنو ته لوړ شوی دی. د ایر انډيا الوتکې مسافرین، د دې پېښې یوازیني قربانیان نه دي، بلکې د هندي چارواکو په وینا؛ ۲۹ کسان هغه مهال وژل شوي چې کله الوتکه د یوه طبي پوهنتون د لیلیې له ودانۍ سره ولګېده.
د آرین راجپوت ورور وايي: «د شپې شا اوخوا اته بجې وې چې د آرین له مړینې خبر شوم. تېره شپه د کورنۍ د اکثره غړو مبایلونه بند و او له همدې امله یې له ما سره اړیکه و نیوله. زموږ یو شمېر محصلین د احمد آباد په ملکي روغتون کې دي. ما ته خبر راکړل شو چې هغه د پېښې په سیمه کې ومړ.»
د آرین راجپوت یو خپلوان وايي: «هغه ټولو ته ګران وو، د دې ښار لپاره او د خپلې کورنۍ لپاره، هغه دلته خپل کور کې چې هم وو، زده کړې یې کولې. هغه په مطالعې کې ډېر ښه و…. موږ ټول د هغه پر مړینې غمجن یو. مور او پلار یې د هغه په مرګ عزاداره دي او موږ هم. هغه په دې توانېده چې په راتلونکي کې یو ښه ډاکټر شي.»
د بویینګ ۷۸۷ الوتکه، د تېرې پنج شنبې په ورځ د هند له شمال لویدیځ ښار، د احمد آباد له هوايي ډګره تر پورته کېدو وروسته له سقوط سره مخ شوه او هوايي ډګر ته نږدې د طب د محصلینو پر یوې لیلیې راپرېوت.
دا په تېره یوه لسیزه کې د الوتکې د راغورځېدو تر ټولو بده پېښه بلل شوې، چې یوازې یو کس له دې پېښې ژوندی راوتلی دی. تر اوسه روښانه نه ده چې دا الوتکه ولې راغورځېدلې ده، خو په اړه یې څېړنې روانې دي او د پېښې د قربانیانو سلګونه خپلوانو د جسدونو د پېژندنې په موخه، د ډي، ان، اې نمونې ورکړې دي.