نړۍ

اسراییلي پوځ: د اسراییلو په مرکزي سیمو کې یو شمېر ډرونونه شندې شوي

د اسراییلو پوځ ویلي، چې یو شمېر بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) یې د هېواد د مرکزي سیمو په فضا کې کشف او شنډې کړې دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، دغه ډرونونه د هوايي دفاعي سیسټم له خوا په نښه او را غورځول شوي، او د خطر له امله په بېلابېلو سیمو کې د هوايي برید خبرداری هم خپور شوی دی.

تر اوسه د دغو بریدونو له امله د رامنځته شوي احتمالي زیانونو، تلفاتو یا د ډرونونو د اصلي سرچینې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د اسراییلو پوځ د جمعې سهار (د غبرګولي ۲۳مه) د ایران پر یو شمېر برخو هوایي  بریدونه وکړل. اسراییلي چارواکو ویلي، چې په دې بریدونو کې لسګونه هدفونه، د ایران اټومي تأسیسات، لوړپوړي نظامي چارواکي او اټومي ساینسپوهان په نښه شوي دي.

د بریدونو پایلې او اندېښنې:

د بریدونو دقیق زیانونه او اندازه سمدلاسه نه ده څرګنده شوې، خو دا بریدونه د ایران او اسراییلو ترمنځ د اوږدې شخړې د پراخې جګړې اندېښنه راپورته کړې ده، هغه جګړه چې ښایي د منځني ختیځ دوه پیاوړي پوځونه پکې ښکېل شي.