نړۍ

ایراني رسنۍ: د ایران تبریز نظامي هوايي ډګر د اسراییلو لخوا په نښه شوی

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې تازه اسرییلي ځواکونو د دغه هېواد په آذربایجان ولایت کې د تبریز نظامي هوایي ډګر په نښه کړی دی.

د ایلنا خبري آژانس د راپور پر بنسټ، د دغه هوايي ډګر شاوخوا د اسرییلي ځواکونو لخوا په توغندیو په په نښه شوی دی.

د اسراییلو پوځ د جمعې سهار (د غبرګولي ۲۳مه) د ایران پر یو شمېر برخو هوایي  بریدونه وکړل. اسراییلي چارواکو ویلي، چې په دې بریدونو کې لسګونه هدفونه، د ایران اټومي تأسیسات، لوړپوړي نظامي چارواکي او اټومي ساینسپوهان په نښه شوي دي.

د ایران د څلورو لوړپوړو چارواکو په وینا، اسراییلو لږ تر لږه شپږ نظامي مرکزونه د تهران شاوخوا، د نظامي قوماندانانو د استوګنې خوندي سیمې، او نور کورونه په بېلابېلو سیمو کې په نښه کړي دي.

د ایران رسمي رسنیو تایید کړې چې دوه نومیالي اټومي ساینسپوهان، محمد مهدي طهرانچي او فریدون عباسي، د خپلو کورونو دننه په برید کې وژل شوي دي.

همداراز، د ایران د دولتي ټلویزیون په وینا، د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي او د ستردرستیز مرستیال غلامعلي رشید هم وژل شوي دي. د ایران د وسلوالو ځواکونو د ستردرستیز رئیس، محمد باقري هم وژل شوي دي.