نړۍ

پر ایران د اسراییلو د بریدونو په اړه څه پوهیږو؟

عکس از حمله‌های بامداد جمعه اسرائيل بر بخش‌های تهران

د اسراییلو پوځ د جمعې سهار (د غبرګولي ۲۳مه) د ایران پر یو شمېر برخو هوایي  بریدونه وکړل. اسراییلي چارواکو ویلي، چې په دې بریدونو کې لسګونه هدفونه، د ایران اټومي تأسیسات، لوړپوړي نظامي چارواکي او اټومي ساینسپوهان په نښه شوي دي.

د بریدونو پایلې او اندېښنې:

د بریدونو دقیق زیانونه او اندازه سمدلاسه نه ده څرګنده شوې، خو دا بریدونه د ایران او اسراییلو ترمنځ د اوږدې شخړې د پراخې جګړې اندېښنه راپورته کړې ده، هغه جګړه چې ښایي د منځني ختیځ دوه پیاوړي پوځونه پکې ښکېل شي.

په ایران کې څه پېښ شول؟

د ایران د څلورو لوړپوړو چارواکو په وینا، اسراییلو لږ تر لږه شپږ نظامي مرکزونه د تهران شاوخوا، د نظامي قوماندانانو د استوګنې خوندي سیمې، او نور کورونه په بېلابېلو سیمو کې په نښه کړي دي.

د برید ځایونه

په بریدونو کې د تهران، تبریز، کرمانشاه، اراک، اصفهان او نطنز ښارونه تر هدف لاندې راغلي دي. راپورونه وايي، چې په تهران کې یو شمېر توغندي په ودانیو لګېدلي او ملکي تلفات یې اړولي. ټول مسافر وړونکي الوتنې د تهران له فضا ودرول شوې.

د تهران یو اوسېدونکي، محمد جمالي، ویلي: «ما دوه اسراییلي جنګي الوتکې ولیدلې چې د سپاه پر یوه هوایي اډه یې برید وکړ. دوه ستر لمبې او لوګي د ختیځ تهران له دوو نظامي مرکزونو پورته شول.»

یو لوړپوړي چارواکي تایید کړې، چې د تهران د شهید محلاتي ښارګوټی، چې د نظامي مشرانو د اوسېدو ځای دی، هدف لاندې راغلی او درې استوګنیزې ودانۍ پکې ویجاړې شوې دي.

څوک وژل شوي دي؟

د ایران رسمي رسنیو تایید کړې چې دوه نومیالي اټومي ساینسپوهان، محمد مهدي طهرانچي او فریدون عباسي، د خپلو کورونو دننه په برید کې وژل شوي دي.

همداراز، د ایران د دولتي ټلویزیون په وینا، د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي او د ستردرستیز مرستیال غلامعلي رشید هم وژل شوي دي. د ایران د وسلوالو ځواکونو د ستردرستیز رئیس، محمد باقري هم وژل شوي دي.

د برید موخه:

اسراییل پخوا هم د ایران د اټومي پروګرام اړوند کسان په انفرادي توګه ترور کړي، خو دا ځل بریدونه داسې ښکارې چې د ډلو د له منځه وړلو هدف لري.

د ایرنا خبري آژانس وايي، چې لږ تر لږه ۱۲ ملکي کسان هم په بریدونو کې وژل شوي دي.

ولې اسراییل برید وکړ؟

اسراییلي چارواکو دا بریدونه «مخکیني دفاعي ګام» بللي، که څه هم د ایران له لورې د حملې فوري نښې نه وې. د اسراییلو پوځ ویلي دا د ایران د «دوامداره دښمنۍ کړنو» ځواب دی او دا یې د عملیاتو لومړۍ مرحله بللې ده.

یو اسراییلي نظامي ویلي، دا بریدونه د ایران د اټومي پروګرام زیربناوو او د اوږده واټن توغندیو وړتیاوې له منځه وړي. هغه ادعا وکړه چې ایران د ۱۵ اټومي بمونو د جوړولو وړتیا لري.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وویل، چې د ایران اټومي پروګرام «د اسراییلو د بقا لپاره واضح او فوري خطر» دی.

ایا امریکا په برید کې ونډه لرله؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې امریکا په بریدونو کې لاس نه لري. خو یې ویلي، اسراییلو دا عمل د خپل ځان د دفاع لپاره ضروري بللی.

هغه خبرداری ورکړی چې ایران باید د امریکا ځواکونه په سیمه کې هدف ونه ګرځوي.

د امریکا او ایران د اټومي خبرو وضعیت

امریکا او ایران ټاکلي وو چې د یکشنبې په ورځ په عمان کې د اټومي خبرو شپږم پړاو پیل کړي، خو اوس دا غونډه له شکونو سره مخ شوې ده. دواړه خواوې د اورانیمو د غني‌کولو پر سر اختلاف لري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، ویلي دا بریدونه ښایي د ډیپلوماټیک حل هیله له منځه یوسي.