سوداګري

د کرنیزو محصولاتو د صادرولو لپاره د هوایي دهلیزونو له نشتوالي د کاپيسا د بزګرانو شکایت

روان کال کې د تازه او وچې مېوې د پلور بازار نشتوالي او وروستیو ورښتونو د کاپيسا کروندګرو او بڼوالو ته پراخ زیانونه رسولي دي.

کاپيسا ولایت کې د کروندګرو په وینا سږ کال د هغوی حاصلاتو ۲۰ سلنه زیاتوالی لرلی؛ خو د محصولاتو د صادرولو په برخه کې د هغوی بې وسي د دې لامل شوې، چې د محصولاتو یوه برخه یې له منځه ولاړه شي.

کاپيسا کې بزګران وایي چې ـ له پاکستان پرته ـ له نورو هېوادونو سره د طالبانو د ادارې د بهرنیو اړیکو نشتون د دې لامل شوی، چې هغوی ته میلیونونه افغانۍ زیان ورسېږي.

کاپيسا ولایت کې یو بزګر فدا محمد چې تر زرو تاکونو زیات انګور لري د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي د ده د باغ نیمایي حاصلات د وروستیو ورښتونو له امله خراب شوي دي او تر یو میلیون زیات زیان یې وراړولی دی.

هغه زیاتوي: «زامنو مې چې دولتي دندې لرلې ټول وزګار شول او موږ خپل ټول توان د انګورو د روزلو لپاره ولګاوه؛ خو د انګورو په هر تاک کې تر نیمایي زیات خراب شوي دي.»

د کاپيسا د کرنې ریاست د شمېرو له مخې سږ کال اټکل شوی و چې له دغه ولایته ۳۰ زره تڼه انار، تر ۲۰ زرو ټنو زیات انګور او ۳۳۰ زره ټنه جلغوزه کورنیو او بهرنیو بازارونو ته وړاندې شي؛ خو د طالبانو له واکمنۍ او د نورو هېوادونو له خوا د دغې ډلې له په رسمیت نه پېژندلو وروسته د کاپيسا بڼوالو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د انارو بڼ لرونکی رجب خان د دې په بیانولو، چې د انارو حاصلات سږ کال ښه دي؛ خو له پاکستان پرته نورو هېوادونو ته نه صادرېږي وویل: «تېر کلونه د افغانستان انار، جلغوزه، انګور او ځینې وچې او تازه مېوې د هوایي دهلیزونو له لارې چین او نورو اسیایي هېوادونو ته صادرېدل خو سږ کال دا ظرفیت نشته.»

په همدې حال کې کاپيسا کې د طالبانو د کرنې رییس روح الله روحاني وایي، هغوی هڅه کوي چې د دغه ولایت د وچو او تازه مېوو لپاره د پلور بازار پیدا کړي.

هغه ټینګار وکړ: «موږ د کرنې وزارت له مسوولانو سره خبرې کړې دي ترڅو د کاپيسا وچو او تازه مېوو ته د پلور بازار پیدا کړي.»

د پلور بازار او لویو سړو خونو نشتون او د افغانستان د وچې او تازه مېوې قاچاق هغه موارد دي، چې کروندګر تل شکایت ترې کوي.

موسمي بدلونونه په پروان کې د دې لامل شوي چې سږ کال د دغه ولایت د انګورو ۴۰ سلنه حاصلات خراب شي او بزګرو ته تر ۳۰۰ میلیون افغانیو زیات مالي زیان ورسېږي.