د نړۍ تر ټولو شتمن کس او د ټسلا کمپنی اجرایي ريیس، ایلان ماسک، ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په اړه له خپلو ځینو وروستیو څرګندونو پښېمانه دی.
هغه په خپل اکسپاڼه لیکلي: «زه له هغو ځینو پوسټونو پښېمانه یم چې تېره اوونۍ مې د ولسمشر ټرمپ په اړه خپاره کړي وو. دا څرګندونې ډېرې تندې وې.»
د ماسک دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې تر دې مخکې يې، د ټرمپ د حکومت د نوې مالیاتي طرحې په غبرګون کې، دغه طرحه «د کرکې وړ او د شرم وړ» بللې وه.
دغه طرحه چې د مالیاتو پراخ کمښت او د نظامي بودجې زیاتوالی پکې شامل دی، تېره میاشت د استازو مجلس تصویب کړې او اوس د امریکا په سنا کې تر بحث لاندې ده.
په غبرګون کې، ټرمپ اعلان وکړ چې له ایلان ماسک سره یې اړیکې پای ته رسېدلي او د جوړجاړي نیت نه لريږ
دغه ترینګلتیا د دې دوو مشهورو شخصیتونو په اړیکو کې یو څرګند بدلون ګڼل کېږي؛ هغه اړیکې چې تر دې مخکې نسبتاً صمیمي او بې جنجاله وې.
ماسک وخت نا وخت د ټرمپ د ادارې له ځینو کړنو ستاینه کړې وه، خو په وروستیو میاشتو کې یې په ځانګړې توګه د حکومت د اقتصادي سیاستونو، په تېره بیا د مالیاتو او پراخو لګښتونو، سخت انتقادونه کړي دي.