ښځې

هرات کې طالبانو ۸۱ ښځینه استادان له دندو ګوښه کړي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت، د تنقیصاتو په دوام، د هرات پوهنتون ۸۱ ښځينه استادانې او کارکوونکې له دندو ګوښه کړې دي.

له دې شمېر څخه یوازې ۶۶ تنه یې د پوهنتون استادانې دي. د هغه نوملړ له مخې چې آمو ترلاسه کړې، له دندو ګوښه شوې ډېری ښځينه استادانې، د دکتورا، ماسټرۍ او لېسانس تر کچې اسناد درلودل.

یو شمېر رسمي سرچینو امو ټلویزیون ته ویلي، چې د ۳۳ نورو ښځينه استادانو نومونه هم تنقیص ته وړاندې شوي او له دندو د ګوښه کېدو په حال کې دي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دې کړنې په غبرګون کې، د هېواد علمي ټولنې یو شمېر غړي وايي چې دا کړنه د هېواد له لوړو زده کړو څخه د ښځو پلان شوی حذفول دي.

د طالبانو د نويو پالیسیو له مخې، چې موخه یې د دولتي ادارو د جوړښت کوچني کول دي، د هرات پوهنتون ۸۱ ښځینه کارکوونکې او استادانې له دندو ګوښه شوې دي.

د هغه نوملړ پر بنسټ، چې امو ته رسېدلی، د دې پرېکړې تمرکز زیاتره پر ښځینه کارکوونکو شوی او لسګونه ښځینه استادانې له دندو ګوښه شوې دي. د نوملړ له مخې، ۴۸ ښځينه استادانې او کارکوونکې په رسمي توګه تنقیص شوې دي، او د ۳۳ تنو نورو استادانو د نومونو ترڅنګ د «تنقیص وړ» عبارت لیکل شوی دی.

د تنقیص شویو او د تنقیص وړ استادانو له ډلې، ۳۸ تنه یې د ماسټري سند، ۳۱ تنه یې د لېسانس سند، او پنځه تنه چې د طب له پوهنځي څخه دي، د دوکتورا سندونه لري. تر ټولو زیاتې ښځینه استادانې د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه له دندو ګوښه شوې دي، چې شمېر یې شلو استادانو ته رسېږي. له دې وروسته د ژبو او ادبیاتو او د طب له پوهنځيو څخه اته اته استادانې له دندو اېستل شوې دي. د هنرونو پوهنځۍ، بیا له ۷ تنو تنقیص شویو استادانو سره درېیم ځای لري.

د هرات پوهنتون یو له نارینه استادانو څخه چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونغوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، آمو ته وویل چې د یو شمېر هغو استادانو نومونه هم د تقیص په نوملړ کې شامل دي، چې معتبره تحصیلي سندونه او د تدریس زیاته تجربه لري.

د هرات پوهنتون یو تن نارینه استاد وايي: «لکه څنګه چې موږ دغه نوملړ لیدلی دی، زموږ د یو شمېر همکارانو نومونه پکې شته چې منفک شوې دي او دا ډېر د تاسف خبره ده، ځکه دوی کلونه تجربه او لوړ تحصیلي اسناد لري، زموږ یو شمېر ښځینه همکارانې اوس هم په میاشت کې یو ځل خپله حاضري امضا کوي.»

ورته مهال، د افغانستان د پوهنتونونو یو شمېر پخواني استادان او د مدني ټولنې غړي، له پوهنتونونو څخه د ښځینه استادانو او کارکوونکو لرې کول، د طالبانو له لوري د لوړو زده کړو په برخه کې د دوی ناوړه سیاسي پالیسي بولي او په دې باور دي چې طالبان د خپلې دې کړنې له مخې، غواړي چې په علمي بنسټونو کې د خپلې خوښې مطابق فکري ټولنه رامنځته کړي.

د هرات پوهنتون یو شمېر پخوانیو استادانو د خپلو ټولنیزو شبکو پر پاڼو د دغه تقیص په غبرګون کې لیکلې دي، چې د طالبانو د دغې پرېکړې له مخې، د ښځو او انجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستل کېدو وروستۍ هیلې هم مړې کړلې.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د غويي په درېیمه نېټه ویلي و، چې په دولتي ادارو کې د کارکوونکو د کمولو پالیسي، د چارو د ښه والي، د اداري پړسوب مخنیوي په موخه ترسره کېږي.

د تایید شویو شمېرو له مخې، د دغه حکم له اجرایي کېدو تر دې مهاله پورې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت، تر اوسه د هېواد لسګونه اداري او علمي کدرونه په کابل، خوست، بامیانو او بدخشان ولایتونو کې له دندو ګوښه کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ښځينه استادانو د لرې کولو هم مهاله، د دیني مدرسو فارغین د پوهنتونونو د علمي کدرونو په توګه ځای پر ځای کوي او پر دوی د لېسانس او ماسټرۍ سندونه ویشي.