افغانستان

ټرمپ: امریکا په افغانستان کې داسې جنګېده ګوندې چې نه یې غوښتل بریا ترلاسه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د «په امریکا کې پانګونه» تر عنوان لاندې غونډه کې، یو ځل بیا د امریکا د تېرې پوځي ستراتیژۍ پر وړاندې په افغانستان کې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې امریکايي ځواکونه هلته داسې جنګېدل لکه ګوندې چې د بریا نیت یې نه درلود.

هغه په دې ناسته کې یو ځل بیا د افغانستان د جګړې مسؤلیتونه په تلویحي ډول د جو بایډن پر حکومت واچول او ویې ویل، چې د امریکا جنګېدنه په دغه هېواد کې «ډېره خواشینوونکې» وه.

ټرمپ د خپل هېواد اوسنی وضعیت هم د بایډن د ضعیف مشرتابه او دا چې امریکا په افغانستان کې بریا نه ده ترلاسه کړې، سره تړلی وباله.

هغه وویل: «نړۍ، او هېڅوک، موږ نه شي ماتولی. که سم مشرتابه ولرو، هېڅوک نه شي کولای موږ مات کړي. خو که احمق خلک، لکه هغه کسان چې د افغانستان جګړه یې اداره کوله، مسؤل وي، نو همداسې حالت به وي. افغانستان ته وګورئ؛ هلته باید جګړه او بریا آسانه وای، خو له بده مرغه زموږ د جنګېدو طرز ډېر خواشینوونکی او خندونکی و. موږ داسې جنګېدو لکه چې نه غواړو بریالي شو.»

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې له افغانستانه وتل «تر ټولو خواشینوونکی او فاجعه‌بار» وخت و، او دا پرېکړه جو بایډن وکړه.

ټرمپ وویل: «زما په اند، هغه ورځ په افغانستان کې زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو خواشینوونکې دوره وه. هغه یوه فاجعه وه چې بایډن رامنځته کړه، له داسې بدو جنرالانو سره لکه مایلي او نور؛ هغوی بد او نالایقه جنرالان وو.»

ټرمپ دا ادعا هم وکړه چې اوس یې د امریکا وضعیت ښه لور ته سوق کړی او ټینګار یې وکړ: «زه ښه او بد جنرالان پېژنم او زیاتره بد جنرالان مې لرې کړل. اوس وخت د لمانځلو دی، د هغه کار لپاره چې موږ یې کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي پدې وروستیو کې د افغان وګړو او کډوالو په وړاندې، له ۱۲ نورو هېوادونو سره یو ځای، سخت سیاستونه غوره کړي دي.

خو سره له دې چې ټرمپ د امریکا د وتلو پر څرنګوالي پرله‌پسې نیوکې کړې دي، تر دې دمه یې د افغانستان په اړه هېڅ واضحه تګلاره نه ده اعلان کړې.