په پنجشېر ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي، چې په دغه ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند حقمل سعد ویلي، پېښه هغه وخت رامنځته شوې چې یوه د «اوکوا» ډوله موټر له سړکه وتلی او بیا چپه شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ په وینا، دا پېښه د یاد ولایت د «حصه اول اړوند» سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د دې پېښې ټپیان د عنابه ولسوالۍ ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.
طالبان وایي چې د پېښې لامل د چپه شوي موټر تخنیکي ستونزې وې.