افغانستان

د ننګرهار په دره نور کې له غره ښوېدلې ډبرې د سلګونه کورنیو ژوند ګواښي

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ سُتن کلي کې سلګونه کورنۍ له غره څخه د لویو ډبرو د ښويېدو له وېرې له خپلو مېنو په تېښته دي.

دوی وایي، د وروستیو زلزلو له امله د غره لویې ډبرې له خپله ځایه خوځېدلي او وېره شته، چې دغه ډبرې پر سُتن کلي را ولوېږي.

د ننګرهار د دره نور اړوند سُتن کلي اوسېدونکی فریدالله وایي، دا ډبرې د وروستیو زلزلو له امله دې حالت ته راغلي او که مخنیوی یې ونشي ښايي دوی له لوی زیان سره مخ کړي.

نوموړی زیاتوي: «په دغه غره کې لسګونه داسې ډبرې شته، چې کلي ته یې لوی خطر پېښ کړی دی که خدای مه کړه دا ډبرې ولوېږي او ورغړي نو سلګونه کورونه به وېجاړ شي او د سلګونه انسانانو ژوند به له خطر سره مخ شي.»

ورته مهال د سُتن کلي قومي مشر غفار وایي، یادو ډبرو سلګونه کورنۍ له اندېښنو او ګواښ سره مخ کړي دي.

نوموړی وایي په تېرو دولسو ورځو کې له همدې وېرې د سُتن له کلي شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ بېځایه شوې او خپلې مېنې یې پرېښې دي.

ملک غفار وایي: «لومړی یوه نیمه میاشت پرله پسې بارانونه وشول، او بیا شدیده زلزله وشوه، چې دا ډبرې له خپل ځایه و خورېدې. موږ په تېرو دولسو ورځو کې ۵۰۰ کورنۍ ایستلي دي ترڅو خطر سره مخ نشي.»

نوموړی له مسوولینو په دې برخه کې د عاجلو اقداماتو غوښتنه کوي.

ځايي خلک وایي، دوی تر خپلې وسې د ډبرو د ماتولو او غورځېدو د مخنیوي هڅې کړي، خو په ټینګار سره وایي، چې له وسې یې پورته کار دی.

بل لورته بیا د مسوولو ادارو چارواکي په دې برخه کې له تازه اقداماتو خبر ورکوي.

ننګرهار کې طبیعي پېښو ته د رسېدو د چارو آمر ادریس ساپي د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وویل، چې دوی د خلکو له اندېښنو وروسته سیمې ته ډلې لېږلې او د ډبرو د ماتولو چارې یې پيل کړې دي.

ساپي وایي: «کله، چې موږ ته د خلکو شکایتونه را ورسېدل، موږ سملاسي اقدام وکړ او په سیمه کې د ډبرو د ماتولو کار روان دی، انشاءالله د خطر مخه به ونیول شي.»

دې مسلې په ټولنیزو رسنیو کې هم شور جوړی کړی او کاروونکو یې له مسوولو ادارو د ژر اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د ننګرهار دره نور ولسوالي یوه غرنۍ او له طبیعي ښکلاوو ډکه ولسوالي ده، چې ډېری خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د اوسېدو کورونه یې هم همالته د غره ډډې ته دي.

یادې ولسوالۍ ته د لیدو لپاره وخت نا وخته سیلانیان هم ورځي او د هغې سیمې له ښکلاوو لیدنه کوي.