د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د غبرګولي ۱۹ – د ۸ بجو خبرونه

یو شمېر ښاریان او د بشري حقونو ځینې فعالان د طالبانو لخوا په ټول هېواد کې د امنیت د برابرولو ادعا د خلکو غولول او د هیواد د عیني واقعیتونو خلاف ګڼي.

دوی وايي، چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، د دوی امنیت او د ژوند خوندیتوب واخیستل شو او دوی خپلې ورځې او شپې په ویره او اضطراب کې تیروي.